
هلمند کې یو پولیس د درو پولیسو په وژلو یوه پوسته له منځه وړې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، د تلې۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې نن سهار وختې پر خپلو ملګرو ډزې کړې ، درې تنه یې وژلي او پوسته یې هم سقوط کړې.
د هلمند د مارجې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې دا پېښه نن سهار وختې د سیستاني سیمې د پولیسو په پوسته کې دننه را منځته شوې.
نوموړي نور جزییات ورنکړل، خو دومره یې وویل، چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې بریدګر هم وژل شوی.
تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او انګیزې په باب زیات جزییات په لاس کې نشته.
د هلمند د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل سمونیار فرید عبیدي پېښه تایید کړه او زیاته يې کړه، چې سیمې ته یې د نورو پلټنو لپاره پلاوی استولی .
ځينې وایي، چې په وژل شویو پولیسو کې د پوستې قومندان هم شامل دی او برید هم د داسې کس له لورې شوی، چې د قومندان نیږدې خپلوان او دلته مېلمه و، خو دا چې مېلمه څرنګه وتوانېد، چې وسله تر لاسه او بیا کوربانه تر ډزو لاندې کړي، وروسته به څرګنده شي.
طالبانو د یادې پېښې په تړاو تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.