fbpx

مایکروسافټ نوي سمارټ ساعت به ټوله نړی حیران کړي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د مایکروسافټ کمپنۍ سمارټ ساعت اوازه ډیره مشهوره شوې ده خو دغه ساعت به په نژدې راتلونکی کې له څو اونیو وروسته بازار کې کاروونکو ته وړاندې شي.

مایکروسافت کمپنۍ اوس غواړي چې سمارټ ساعت جوړ او په راتلونکو څو اونیو کې بازار ته وړاندې کړي.

دغه سمارټ ساعت به کاروونکو ته د روغتیا په اړه معلومات ورکولو سربیره د موبایل ځینې ځانگړتیاوې لکه اړیکه نیول او د پیغامونو استول به هم ولري.

تر ټولو مهمه خبره د دغه سمارټ ساعت بیټرۍ ده چې د راپورونو پر بنسټ له ورځني استعمال سره به دوه ورځې چارج ساتي په داسې حال کې چې د سامسنگ (Samsung Gear Live) او موټو (Moto 360) کمپنۍ سمارټ ساعتونه به یوه ورځ چارچ ساته.

له دې ځانگړنې سره به مایکروسافټ د سمارټ ساعت په بازار کې له پیله کامیاب وي.

مایکروسافټ په داسې حال کې خپل نوی سمارټ ساعت معرفي کوي چې له دې مخکې يي د سمارټ ساعت لپاره کیبورډ معرفي کړ چې ټوله نړۍ يې حیرانه کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د