افغانستان

له اشرف غني سره زورواکي د قومي مخورو په نامه ناستې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار ولایت اوسېدونکي وايي چې اشرف غني احمدزي له دې ولایته څو تنه ورغلي سپین ږيري د دې ولایت قومي مخور نه، بلکې د ولایت له چارواکو سره په فساد کې شریک کسان دي.

تېره ورځ د کندهار ولایت څخه څو تنو د ګډ حکومت له مشر اشرف غني احمدزي سره ناسته وکړه او څرګنده يې کړه چې دوی ورته د مبارکۍ په تمه راغلي.

د کندهار ځینې اوسېدونکي وايي چې دوی نه د کندهار ولس په خوښه تللي او نه هم قومي مخور دي.

د عبدالعلي افغان په نامه یو تن کندهار مېشتی لیکوال پخپله پاڼه کې لیکي چې دا د کرايي مشران دي او د ولس استازیتوب نه شي کولای.

د فرید شاه په نامه یو بل تن اشرف غني ته لیکي: «غنی صاحب ډېر احتیاط کوه او په یاد ولره چې دا د کرايي مشران چې له کندهاره درغلي دي، همدغه تر ټولو لوی غاصبین، غله، قاتلان، منافقین او فاسدان دي.»

په ورته وخت کې یو بل کندهار مېشتی مدني فعال جلال الرحمن شرر بیا وايي چې دغه مشران د ګډ حکومت مشرته د کندهار د موجوده ادارې په ننګه ورغلي وو، خو تر پایه يې دغه موضوع یاده نه کړه.

یاده دې وي قومي مخور وروسته له هغه نه له دولتي ادارو نه په ډېره فاصله کې شول چې په ځینو ولایتونو کې د اربکیانو فعالیدل د قومي مخورو تر لاس لاندې ولسي پاڅونونه وبلل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x