طالبان : څلور خارجي پوځیان مو وژلي دی

2005-10دهیواد په شمال دکندز په ولایت کې دیوې چاودنې له امله څلورو خارجي عسکرو ژوند له لاسه ورکړي دپیښې په اړه دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد (نن ) ته په یوه ټلیفوني تماس کې وویل ،پیښه هغه مهال رامنځه ته شوه دکندز دمرکز اړوند دتیپه بریدی په سیمه کې دامریکایي ځواکونو دګزمې پر یوه

ټانګ باندی دی دمځکې لاندی شځ کړل شوی ماین وچاودید.په دې زوروره چاودنه کې ټانګ تخریب شوي او پکی سپاره څلور تنه عسکر ووژل شول په کندز کې امنیتی ځواکونه یاده پیښه تایدوي خو دمرګ ژوبلې په اړه یې رسنیو ته څه نه دی ویلي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د