ټولنیزه برخه

د تمدن اخلاقي معنا

استاد اسدالله غضنفر

د بشر څو زره کلن تاریخ تر ډېره حده د لوږې، ناامنۍ او بې انصافۍ تاریخ دی. لکه څوک چې په لویو، وچو، شګلنو صحراګانو کې مزل کوي او له اوږدو مزلونو وروسته یوه رغیاڼه( واحه) راځي چې څو ونې پکې ولاړې وي او د اوبو چینه پکې بهېږي، دغه حال د بشر د تاریخ په صحرا کې د تمدن د رغیاڼو هم دی. ډېر وخت د تاریخ تورې شپې او یو نیم ځل د تمدن د رڼا یو پړک.

د مختلفو زمانو تمدنونو له خپلو بېلو بېلو رنګونو سره سره ځینې مشترکې ځانګړنې لرلې دي. په مادي لحاظ د تمدن په ساحه کې عمران یو څه زیات وي، ښاري ژوند نسبتا زیات ، معماري نسبتا پرمختللې او اقتصادي وضعیت یو څه بهتره وي. په سیاسي لحاظ د تمدن دوران یو څه باثباته وي او په اخلاقي لحاظ متمدن خلک د زغم کولو او د تنوع منلو ته تر نورو ولسونو ډېرمایل وي.

د یونان، یا روم یا عباسي یا بل هر تمدن په اخلاقي ځانګړنو کې توپیرونه وي خو له توپیرونو سره سره که په متمدنو ټولنو کې له اخلاقي اړخه مشترک ټکي پیدا کوو، نو د زغم او تنوع همدا دوه ټکي به یادوو.

کابو دوه نیم زره کاله پخوا د لرغوني یونان د تمدن د اوج په زمانه کې سقراط اعدام شو. د خپلې عقیدې په خاطر د یو چا اعدامول نه د ټولنې د زغم ثبوت دی او نه یې د تنوع د منلو، خو په دې بده پېښه کې هم د زغم او تنوع د منلو نخښې وینو. سقراط په کلونو کلونو د اتن په کوڅو کې ګرځېده او ځوانانو ته یې د منل شویو ارزښتونو په خلاف خبرې کولې. د هغه وخت ټولنې داسې وانګېرله چې د سقراط فکرونه اجتماعي نظم او امنیت ته صدمه رسوي ، ځوانان بې لارې کوي او د خدایانو له وجوده انکار کوي.

د سقراط وفادار شاګرد افلاطون چې د خپل استاد د محاکمې په غونډه کې حاضر و، وایي چې د محاکمې په پیل کې سقراط له لګېدلي توره خبر کړای شو. وروسته بیا سقراط ته د دفاع فرصت ورکړ شو او ده وویل چې ځوانان یې نه دي بې لارې کړي خو دا خبره سمه ده چې خدایان نه مني بلکې ایکې یو خدای مني.

یو چا ته په کلونو صبر، بیا د هغه نسبتا ازاده محاکمه، بیا تورن ته د دفاعیې د اورولو حق ورکول او د تورن له خوا په صراحت سره ویل چې د اتن خدایان نه مني، د اتن په ټولنه کې د زغم او تنوع د منلو نخښې دي. افلاطون چې د استاد له اعدامه وروسته له اتنه ووت او له اوږدې مساپرۍ وروسته راستون شو، په خپلو لیکنو کې د استاد احترام کوي او په درانه نوم یې یادوي. د یونانیانو د زغم او د تنوع منلو کلچر د هغه چا په ستاینه او قدرونه کې لیکل شوي کتابونه ونه سوځول چې د دوی د خدایانو له منلو یې انکار کړی و.

د عباسي دوران اسلامي تمدن د زغم د کولو او د تنوع د منلو یو بل مثال دی. په دغه تمدن کې د مختلفو عقیدو پیروانو ته د ژوند کولو فرصت برابر و. په عباسي دوران کې له رومه رانیولې تر هنده پورې د متفاوتو عقیدو او نظریو د پیروانو کتابونه ترجمه او ولوستل شول. زر کاله پخوا په بغداد کې له مسلمانانو سره ګڼ نسطوریان، زردشتیان، رومیان، هندوان، یهودان او صائبیان اوسېدل چې د عزت ژوند یې کاوه او نه ځورول کېدل. هغه عراق چې زغم پکې و او د تنوع د منلو وړتیا یې لرله، د بشر د فرهنګ او تمدن په تاریخ کې داسې مقام لري چې زر کاله وروسته هم عرب و عجم ورباندې ویاړي خو اوسنی عراق چې د تعصب او بې رحمي او تشدد په اور کې سوځي، د مهاجرو کاروانونه، د وینو رودونه او د یتیمانو فریادونه به ورنه له بده مرغه پاتې خاطرې وي.

د شلمې پېړۍ لوی مورخ او مفکر ویل دورانت وایي چې هره مادي بریا یوه معنوي بریا راوړي او هرمعنوي پرمختګ د مادي پرمختګ سبب کېږي. مونږ د تمدن په بحث کې د ویل دورانت له خبرې دا معنا اخیستلای شو چې که په ټولنه کې زغم نه وي او د تنوع د منلو وړتیا نه وي نو مادي پرمختګ یې هم مشکل او شاید ناشونی وي. دغه راز په یوه ټولنه کې که مادي بېوزلي وي، معنوي پرمختګ ورته اسانه چاره نه ده. حضرت علي کرم الله وجه ویلي دي چې وږی نس ایمان نه لري. که بېوزلي زیاته وي د ګېډې غم خلکو ته د لوړو او معنوي ارزښتونو د پاللو وخت نه ورکوي. په اوسنۍ زمانه کې چې د پخوا په نسبت بیوزلي کمه شوې ده او اکثره خلک د بېګاه ډوډۍ لري، د تنوع او د زغم منلو ته زمینه زیاته برابره ده او دا د ټولنې د منورینو، پوهانو او خواخوږو دنده ده چې د زغم او تنوع مشالونه بل وساتي. په بې زغمه او تنوع نه منونکې ټولنه کې د تمدن رڼا مري او د وحشت سیوری خپرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x