افغانستان

«د امنیتي ځواکونو تلفات ورځ په ورځ د ډېرېدو په حال کې دي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، د تلې۲۹مه، ۱۳۹۳ل): تازه ترلاسه شوي ارقام ښيي، چې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات کال په کال او ورځ په ورځ د کمښت پر ځای د ډېرښت پر خوا روان دي.

طالبانو ټېک اونۍ وړاندې د یکشنبې په ورځ د سرپل ولایت د کوهستان ولسوالۍ د علف سفید په سېمه کې د ملي اردو،پولیسو او عامه نظم د پولیسو پر کاروان برید وکړ .په برید کې چې کابو کرۍ ورځ یې دوام لاره،د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه له شلو زیات عسکر ووژل شول او اته تنه له وسلو ، نظامي تجهیزاتو او مهماتو سره د طالبانو په منګولو کې کښېوتل،په داسې حال کې چې د همدې جګړې په پایله کې د طالبانو لورې ته اوښتی زیان د نشت برابر وو.

د نورو ولایتونو سربېره په پلازمېنه کابل کې په اونۍ کې لږ تر لږه یوه او دوه چاودنې را منځته کېږي، چې ډېری تلفات پکې د اردو او امنیتي منسبوبینو وي.

د نظامي چارو کارپوهان وايي، په دې وروستیو کلونو کې داسې ورځ نه ده تېره شوې، چې پکې دې چاودنو، سرتېري بریدونو، نفوذي بریدونو، کمینونو او ډله یېزو حملو د ملي اردو د عسکرو ژوند نه وي اخیستی.

د کورنیو چارو وزارت چارواکو وړمه ورځ وویل،چې چې یوازې په تېره یوه اونۍ کې سلګونه بریدونه او امنیتي پښې را منځته شوې دي چې په تېر کې بې ساري دي.

د دې وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رئیس عبدالغفار سید زاده په خبره، په تېره اونۍ کې پر شاوخوا ۲۵۶ امنیتي پېښو سربېره ۱۸۰ جنایي پېښې ورسره ثبت شوي دي.

سیدزاده د تلې په ۲۷مه په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په تېرو دوو اونیو کې وضعیت د اندېښنې وړ و، خو یوازې د یوې اونۍ په اوږدو کې د بریدونو دومره بې ساری ډېرښت د انديښنې او پام وړ موضوع ده.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر اعظیمي نن پر خپله ټویټر پاڼه د تېرو څه باندې لسو کلونو په بهیر کې د خپلو وژل شویو عسکرو شمېرې لیکلي.

د دې شمېرو له مخې :

په ۱۳۸۲ل کال، کې ۹ عسکر
په ۱۳۸۳ل کال کې ۵۱ عسکر
په ۱۳۸۴ل کال کې ۱۳۸ عسکر
په ۱۳۸۵ل کال کې ۲۰۶ عسکر
په ۱۳۸۶ل کال کې ۳۲۵ عسکر
په ۱۳۸۷ل کال کې ۳۸۰ عسکر
په ۱۳۸۸ل کال کې ۶۳۵ عسکر
په ۱۳۸۹ل کال کې ۷۴۸ عسکر
په ۱۳۹۰ل کال کې ۸۴۱ عسکر
په ۱۳۹۱ل کال کې ۱۱۷۰ عسکر
په ۱۳۹۲ل کال کې ۱۴۰۰ عسکر
چې په دې ترتیب له ۱۳۸۲ل کاله تر ۱۳۹۲ل کال پورې د وژل شویو عسکر ټولټال ۵۹۰۳ تنو ته رسېږي. پر دې سربېره یوازې د روان ۱۳۹۳ل کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۹۵۰ تنه عسکر وژل شوي، چې په دې تری ښایې دا شمېره د کال تر پایه له دې دوه چنده نوره هم لوړ شې.

د دفاع وزارت چارواکو په دې ګزارش کې د خپلو ټپيانو، ورکو او له طالبانو سره د بندي عسکرو شمېر نه دی په ډاګه کړی.

د نظامي چارو د کارپوهان په دې اند دي، چې له امریکا سره د نوي را منځته شوې ګډ حکومت له لورې د امنیتي تړون لاسلیک، له بهرنیو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته د مسؤلیت لېږد، د اردو ناکافي تجهیزات،د سپکو او درنو وسلو نه شتون او د امنیتي ځواکونو په منځ کې د همغږۍ او یوې قوې روحیې نشتون د افغان امنیتي ځواکونو د تلفات د ډېرښت بسنټيز لاملونه دي.

یاده دې وي، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته د طالبانو په بریدونو او حملو کې پام وړ زیاتوالی د دې غمازې کوي، چې د امنیتي تړون لاسلیک یې مورال لا پياوړی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x