
عبدالله عبدالله د «افغانستان ایکسپریس» ورځپاڼې د مسؤلینو د نېولو غوښتنه وکړه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، د تلې۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د اجرائیه ریاست له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په پرونۍ غونډه کې د کورنیو چارو او اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرستانو د «افغانستان ایکسپریس» ورځپاڼې د مسؤلینو د نېولو او په دې باب د جدي پلټنو د کولو غوښتنه کړې.
د «افغانستان ایکسپریس» په نوم له کابله خپرېدونکې انګلیسي ژبې ورځپاڼې په خپله «۴۵۱مه» ګڼه کې «د طالبانو او داعش اسلام» تر عنوان لاندې د اسلام مقدس دین، الله تعالی او رسوال الله (صلی الله علیه وسلم) ته له سپکاوي او توهینه ډک الفاظ کارولي.
وروسته له هغې ، چې تېره ورځ استاد سیاف هم د مقالې لیکوال مرتد او له اسلامه وتلی وباله ، د ګډ حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په پرونۍ غونډه کې د کورنیو چارو وزارت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د ورځپاڼې د مسؤلین ونیسي او قضايي ارګانونو ته يې وسپاري..
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مخدوم رهین ویلي، چې دا ورځپاڼه له دوی سره ثبت او راجستر نه ده ؛ خو دوی به بیا هم له قانوني لارو دا موضوع وڅېړي.
ویل کېږي،چې د عبدالله عبدالله له امر څخه څلورویشت ساعته وروسته، نن هم د یادې ورځپاڼې دمسؤلینو د نېولو په تړاو اقدام نه دی شوی
د ورځپاڼې ادارې تېره ورځ د یوې خبرپاڼې له لارې له ټولو هغو لوستونکو او هېوادوالو چې، په وینا یې دغې مقالې يې احساسات را پارولي، بخښنه غوښتې .
غبرګونونه:
تر دې مهاله زیات شمېر افغانانو په ټولنیزو شبکو او د نن ټکي اسیا په شمول د ګڼو خپلواکو ویب پاڼو له لارې د مقالې په تړاو توند غبرګون ښوولی او له حکومته یې په دې باب د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.
لیکوالو او د نظر خاوندانو د ورځپاڼې اداره تر نیوکې لاندې راوستې، چې د دې خبرپاڼې په انګلیسي او دري متن کې یې هم له دوه مخۍ کار اخیستی او زیاتوي او پوښتنه يې کړې، چې څرنګه یې د دې ګستاخانه مقالې لیکوال،چې جاوید احوار نومېږي او دا مهال په غرب کې اوسي،د دیني ارزښتونو خلاف پروپاګند او خورا سپکه لیکنه نشروله.
د دوی په اند، یوه رسنۍ چې د هر چا لیکنه خپروي،هرومرو یې لومړی تر نظر تېروي .او تر لاسه کوي یې هم له دوو لارږ، یا داچې لیکوال یې ورته سپاري او یا د ادارې له خوا انتخابېږي او تر غور او کتنې وروسته په ورځپاڼه کې ورته ځای ورکول کېږي، نو ځکه له هرې نګاه مسؤلیت د ورځپاڼې ادارې ته راجع کېږي.
د ورځپاڼې ادارې تر دې مهاله رسماً یوازې یوه عادي بخښنه غوښتې؛ نور سپېناوی یې نه دی ورکړی
همداراز د بااحساسه محصلینو ټولنې، د ملي وحدت او بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهې او د افغانستان د جمعیت اصلاح ټولنې د خبرپاڼو په خپرولو د دغې ګستاخانه مقالې لیکوال او خپرونکي غندلي دي.
تر اوسه دا نه ده معلومه، چې حکومت به د ورځپاڼې او د لیکوال د برخلیک په اړه څه تصمیم نیسي او څه ډول سزا به ورکوي.
د ژورنالیستانو او قلملوالو په خبره، په تېرو دیارلسو کلونو کې، چې د بیان د ازادي تر عنوان لاندې د ځينو خپلواکو او ارزښتونو ته د ژمنو رسنیو سربېره ځینو بې هویته رسنیو او لیکوالو هم خپرونې پیل کړې، دا د خپل ډول څوومه پېښه ده.
له دې وړاندې د عدلیې وزارت پخوانی ویاند او ژورنالیست غوث زلمی او پرویز کامخبش د اسلام سپېڅلي دین سپکاوی کړی، چې یو یې مخکې له دې چې څوک پرې خبر شي، بهر ته وتښتېد او د دوهم هغه په اړه ویل کېږي، چې که څه هم ظاهرا بندي دی؛ خو ښايي د حکومت او عدلي او قضايي ارګانونو د بې غورۍ او بهرنیو هېوادونو د فشارونو له کبله پرېښودل شي.