افغانستان

کابل کې د زورورې چاودنې غږ واورېدل شو

نن ټکی اسیا  (سه شنبه، د تلې۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د کابل څخه تازه ترلاسه شوی خبر کاږي، چې همدا نن ماخستن څه باندې اته بجې د اتمې حوزې په اړوند سېمه کې یوه درنه چاودنه را منځته شوې.

په چاودنو کې د اوښتو ځاني او مالي تلفات په اړه تر دې دمه کوم راپور په لاس کې نشته.

چاودنه د اتمې حوزې اړوند د چمن حضوري او برګ سبز هوټل ته نیږدې د ودان په نامه یوې پوستې ته څېرمه را منځته شوې ده.

د سېمي اوسېدونکي وايي، چې چاودنه خورا زوروره وه او له پېښې سمدستې وروسته یې د امبولانسونو غږونه هم اورېدلي.

د کابل امنیتي چارواکو او طالبانو تر اوسه د یادې چاودنې په تړاو هېڅ نه دي ویلي.

دا د نن د ورځې په اوږدو کې په پلازمېنه کابل ښار کې دوهمه چاودنه ده.

سهار وختې شاوخوا اوه بجې د کابل د چهلستون د سرک نو په سېمه کې د ملي اردو پر کاسټر موټر چاودنې شاوخوا ۱۶ عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله. د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په خبره په چاودنه کې څلور عسکر ووژل شول او ۱۲ نور ژوبل دي، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د وژل شویو شمېر ۱۲ تنه او ټپیان له دې هم زیات وښودل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x