نظــر

د طالبانو د اسلامي تحریک ځانګړتیاوې

لیکوال: شاهد غزنیوال

هر سیاسي او ټولنیزغورځنګ د ځان لپاره خپل یولړداسې مشخصات او ځانګړتیاوې لري چې په ټولنه کې یې له نورو تحریکونو او سیاسي تشکیلاتو څخه ورباندې تمیز او توپیر کیدای شي.

د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک چې زمونږ د هیواد د معاصر تاریخ په یوه حساسه مرحله کې تاسیس شوی هم له دغې تحریکي مشخصې څخه خالي نه دي.

د طالبانو اسلامي تحریک چې د کورنۍ جګړې پرمهال د موجودو مفاسدو دله منځه وړلو په خاطر منځته راغلی تأسيسي او عادي افراد یې اكثريت پوځي کسان دي. پر دغه ډول اشخاصو او دهغوی پر کړو وړوباندې حتما خپل محیطي شرائط مؤثروي ، د هغوی د زغم او برداشت قوه لیږه او د هرې عادې پیښې په وړاندې سمدستي غبرګون ښیې.

د تنظیمي افرادو دغه نازک طبیعتي مونږ هم د پخواني جهاد پرمهال د تنظیمونو ترمنځ او هم اوس مهال په نړیواله کچه دجهادي تنظیمونو په فعالیتونو کې محسوس کړې.

خو د طالبانو اسلامي تحریک د خپلې خاصې ځانګړتیا له مخې له دغه ډول نازک طبیعتي څخه پاک یو غورځنګ دی چې د خپل تاسیس له پیل نه یې بیا تراوسه پوري د افراط او تفریط له منځه د وسطي معیار مطابق خپل تحریکي فعالیتونه عیارکړي دي.

د طالبانو اسلامي تحریک په هیواد کې د کورنۍ جګړې د محو کولو، د تنظیمي ،قومي، لساني او منطقوي اختلافاتو له منځه وړلو اوفساد نابودولو په غرض ایجاد شوی دی.

دغه غورځنګ د خپل ۱۸ کلن پوځي ،سیاسي او اداري مسیر په ترڅ کې له ډیرو لوړواو ژورو تیرشوی او د خپل فعالیت په هره مرحله کې یې د خپلو اسلامي او ملي مصالحو په وړاندې خپل موقف ثابت ساتلی ، نه یې د حکومت اومنصب ملذات(خوندونه) خپل آرمان ته درسیدو په لارکې خنډ واقع شوي او نه یې هم نړیوال پوځي اوسیاسي فشارونه د موقف د بدلولولامل شوي دي.

د هیواد استقلال ،په هغه کې د اسلامي شریعت حاکمیت او د افغانانو ترمنځ د ملي وحدت ټینګښت یې هغه اساسي شعار دی چې ۱۸ کاله مخکې یې دغورځنګ د تأسیس پرمهال پورته کړی وه او تراوسه پوري د ډیروسختو ستونزوله ګاللوسره سره خپل هماغه اولني موقف ته ژمن پاتې شوي.

د سرو لښکرو پرخلاف د افغان ولس د جهاد او د هغه په نتیجه کې د کمونیستي امپراتوري له ړنګیدوسره سم په نړۍ کې داسلامي ویښتابه روحیه راژوندۍ شوه چې له امله یې په اکثرو هغو هیوادونوکې چې د اشغالګرو تراشغال لاندې وه له اشغال څخه د خپلواکي په غرض جهادي او فکري نهضتونه ایجادشول .

دغه جهادي غورځنګونه په منځنۍ آسیاکې له تاجکستان او ازبکستان نه نیولې بیا د ختیځې اروپا تر بوسنیا هرزګونیا پوري او په شرقي افریقاکې له صومالیا نیولې د ختیځې آسیا تر بورما پوري ټول د خپلو اشغال شویو هیوادونو د آزادي او په هغه کې د اسلامي حاکمیت د نافذولو په غرض ایجاد شول، خو له یوې خوا د دغو جهادي تنظیمونو د مؤسسینو د کم تجربګي او له بلې خوا د هغوي د تخریب او تضعیف لپاره د دښمن زیات فشار د دې لامل شو چې په نړیواله کچه دغه جهادي او فکري نهضتونه خپل مسیر پوره نکړای شي.

د غو جهادې اوفکري نهضتونو له جملې څخه یې ځیني خپل هدف ته تررسیدو له مخه یا د انحراف او تغیرموقف ښکارشول اویاهم د خپل منځي اختلافاتو او انشعاباتو له کبله خود بخوده له منځه ولاړل.
خو د طالبانو اسلامي تحریک سره له دې چې د نشأت، حاکمیت ، او دښمن په وړاندې د مقاومت ټوله دوره یې له سختو مشکلاتو اوستونزه سره مل وه مګر بیایې هم خپله ذاتي مشخصه حفظ کړه او دادی ۱۸ کاله وروسته هم د نړۍ په کچه د تر ټولو ستر پوځي ځواک امریکا او ناټو تړون په مقابل کې دیوه مطرح اوبریالی مقاومت رهبري کوي .

د طالبانو د اسلامي تحریک د بریالیتوب راز.

لکه مخکې چې مو وویل د طالبانو تحریک د هیواد په ترټولو سختو شرائطو کې منځته راغلی ، په همدغو سختو شرائطوکې واک ته رسیدلی ، او بیا د بهرني یرغل په نتیجه کې یې له واکه ترګوښه کیدو وروسته په ډیرو سختو شرائطوکې د نړیوال صلیبي ایتلاف مقابله کړې ده چې دغه ټولې ستونزې یې نه له خپل اصلي مسیرنه د انحراف لامل شولې او نه د تحریکي انشعاب عامل.
د طالبانو د دغه داخلي انسجام ، تنسیق او مظبوط والې اساسي عامل په مذهبي لحاظ د خپل مشرتابه اطاعت دی چې د اسلامي ارشاداتو له مخې ټول مسلمانان په هرحالت کې د خپل شرعي اولي الأمر په اطاعت ملزموي.

د طالبانو د اسلامي غورځنګ د موفقیت بل اساسي عامل همدا سیاسي ثبات دي چې هغه یې د زمان او مکان د شرائطو تابع نه دی ګرځولی بلکې ، په یوه خاص شرعي موقف پوري مربوط کړی دی .

همدا رازد طالبانو غورځنګ د خپل حرکې طبیعت له مخې ځیني نور مشخصات هم لري چې د هغو رعایتولود دغه تحریک له بریالیتوب سره ډیره مرسته کړې.

طالبانو د ژوند په هرمجال کې د خپلو دغه مشخصاتو لپاره خپل طرزټاکلی او په هغه عمل کوي .

الف ـ په اجرائي برخه کې :

طالبان په خپل سیاسي فعالیت کې تر ظاهري شعار په عمل کولو ډیر ترکیز لري، هغوی که چاته معلومات ورکوي او یا له رسنیو سره د خپلو پروګرامونو په اړه خبرې کوي نو یواځې د انجام شده کارونو په اړه خبره کوي نه داچې هسي تش په ادعاکولو سره راتلونکي نا تمام کارونه هم ټول پوره وبولي.

همدا رازدوی په خپلو کارونو کې اولویات مشخص کوي او هغوي د اجراء په غرض یویوتعقیب او عملي کوي ، نه داچې په یوه ځل ډیرو کارونوته غیږه ورکړي.

همدارازهغوی د پلانونو تر طراحي له مخې د هغو په عملي جانب ډیرغورکوي ،کوم کار چې عملي امکانات یې نه لیدل کیږي د هغه په پلانولوکې هیڅ اقدام نه کوي .

طالبانو د پروګرامونود پلانونې لپاره کاري ، تجربه کار او سنجیده د پاخه عمر کسان ټاکلي ، هغوی د هر پروګرام دطراحي لپاره مخکي ترمخکي ډیرغورکوي ، دهرکارټول ابعاد او عواقب سنجوي بیا دهغه پرعملي کولو اقدام کوي ، په اجرائي برخه کې دهغوی بریالیتوب په دې کې دی چې هرسړي په فردي توګه تصمیم نشوای نیولی، ټول مهم پلانونه د یوه اجتماعي تصمیم له مخې نیول کیږي .

ب ـ د دښمن د سازشونو د شنډولو په برخه کې :

طالبان خپل ټول جهادي فعالیتونه دعدم تصادم په روحیه طرحه کوي ، یعني هغوی کوښښ له خپل مشخص دښمن پرته له بل چاسره له بیځایه تصادم نه ځان وساتي .

دبیلګې په توګه امریکایان نن په نړیواله کچه د خپلو شیطاني پلانونو دعملي کولو لپاره دوې اساسې حربې کاروي :

لومړی: په اسلامي هیوادونو کې د اختلافاتو خپرول.

دوهم : د دغو هیوادونومسلمان ولسونه د مذهبي ، فرقه يي او قومي تبعیضونو په پلمه یودبل پرضد کارول.

امریکایانو نن ټوله اسلامي نړۍ د دغې تخریبي فتنې په عملي کولوسره نا آرامه کړې .

په مصر، سوریه ،عراق ، لبنان ، لیبیا یمن او… هرځای یو هیواد وال بل هیواد وال وژني ، کوریې ورړنګوي ، او ملکیت یې تخریبوي .

امریکایان ډیر کوښښ کوي چې عین تکتیک له طالبانو سره دمقابلې په صحنه کې هم عملي کړي ، هغوی غواړي دلته هم افغانان د شیعه او سني په نوم ، د طالب او حزبي په نوم ، دسلفي اومقلد په نوم یو دبل پرخلاف وجنګوي او خپله د خیر په غونډۍ کښیني ، خو طالبانو کوښښ کړی له داسې اختلافاتو او شخړوځان لیري وساتي چې هغه د دوي د اصلي هدف (دامریکایانو مقابله) په مخ کې خنډ ګرځي .
که څه هم چې امریکایانو دطالبانو په مقابل کې د اربکیو جوړولو خطرناک تخریبي تکتیک ایجاد کړچې په ډیرو سیمو کې یې د هغوی لپاره سخت سرخوږي جوړ کو، مګر طالبانو د اربکیو دله منځه وړلو او وژلوپرځای په خپلو اداري تشکیلاتوکې د دعوت او ارشاد په نوم کمیسیون تأسیس کړ چې په سوله ییزه توګه د دښمن دغه خطرناک پلان داسې شنډ کړي چې هم یې له شره ځان وساتي او هم ولس له راتلونکو د ښمنیو اوبدیوڅخه وژغوري .

چیرې چې طالبان په قاطع ډول د اربکیانو له مقاومت سره مخ کیږي ، هلته هم د ضرورت په اندازه دهغوي د له منځه وړلو اجازه ورکوي.

دطالبانو بله ډیره مهمه مشخصه داده چې خپل ټول کاري پروګرامونه دعلماوو او قومي مخوروپه مشوره عملي کوي ، چې د دوی دغه مشخصه د طالبانو او ولس ترمنځ د ژور پیوند په رامنځته کولو سره د مشترک تعاون او مرستي مراندې لا ټینګوي .

هغوی له ټولوهغو کارونو څخه ځان ساتي چې په ولس کې د دوي د تجرید او انزوا سبب کیږي ،ځکه دوي پوهیږي چې ولس ورته هم دپناه ګاه حیثیت لري ، هم د سنګر ،لهذا دوی غواړي په هر لحاظ دغه ولسي سنګر پیاوړي اوتقویه کړي ترڅو دهغه په حمایت کې خپل ځان د دښمن له ټولو له اضرارو څخه خوندي کړي.

ج ـ د مذهبي احکامو د تطبیق په برخه کې:

طالبان خپل مذهبي فعالیتونه او نشاطات د اسلامي شریعت د فقهي توجیهاتو په رڼاکې عملي کوي ، د دغو مذهبي فعالیتونو په عملي کولوکې له احساساتو او یوبل باندې له ناسم حکم کولو څخه په ټینګه ځان ساتي .

د ـ دمالي شفافیت په برخه کې :

طالبانو د مالي حساباتو دشفاف اتلو لپاره خاص مقررات وضع کړي ، چې د هغوی هرچارواکی او عادي فرد یې په عملي کولو مکلف دی. که په دې برخه کې هرڅوک ادنی تخلف هم کوي مخنیوی یې کیږي اود ضرورت په وخت کې مجازات کیږي هم .

خو د دې ټولو مشخصاتو او کمالیاتو تر څنګ طالبان هم د خپل انساني طبیعت له مخې نیمګړتیاوې هم لري ، داسې نیمګړتیاوې چې هغه د دوي د بشري تفکیر او انساني جهد اشتباهي زیږنده وي ، نه دهیواد او ولس د خدمت په لاره کې عمدي عمل . خدای تعالی دی وکړي چې د د غه اسلامي تحریک ته د اسلام او هیواد په دفاع کې د له ټولو نیمګړتیاوو څخه پاک د لا ښه خدمت کولو توفیق ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Nisarahmad

مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x