ورزش

سویلي افریقا لومړنۍ یوې ورځنۍ لوبه کې نیوزيلینډ مات کړ

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): نن د سویلي افریقا او نیوزيلینډ تر منځ د دریو یوې ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې سویلي افریقا د نیوزيلینډ ملي لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.

دغه لوبه کې چې د لوبې پچه د افریقا لوبډل مشر اې بي ډویلیرز وگټله او د توپ اچونې فیصله يي وکړه. نیوزيلینډ لوبډله ونه توانېده چې پوره ۵۰ اووره لوبه وکړي او ۴۵.۱ اوورو کې له ۲۳۰ منډو جوړولو وروسته ټوله لوبډله وسوځیدله.

نیوزيلینډ لپاره غوره توپ وهنه د نوموړې لوبډلې ویکټ ساتونکی لیوک رونچي وکړه چې د ۳ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته يي ۹۹ منډې جوړې کړې.

نورې لوبغاړي ټوم لیتم ۲۹، ډېن برولي ۲۴ او ټرینټ بولډ ۲۱ منډو جوړولو وروسته وسوځیدل.

افریقايي توپ اچوونکي فلینډر، مورني مورکل، عمران طاهر او میکلرن دوه دوه لوبغاړي او ډومني او ډیل اسټین یو یو لوبغاړي وسوځل.

د سویلي افریقا توپ اچونې پیل هم ښه نه و. دغه لوبه کې ډې کوک په ۹ منډو د لوبې په پیل کې وسوځید. هاشم امله ۳۸، فاف ډپلوسي ۸ او ریلي روسو ۲۶ منډې جوړې کړې.

خو د یادو لوبغاړو تر سوځیدو وروسته د سویلي افریقا لوبډل مشر او ډومني د ۱۳۹ منډو ملگرتیا سره بې مثاله توپ وهنه وکړه. ډي ویليرز ۸۹ او ډومني ۵۸ منډې په مرسته سویلي افریقا په ۴۸.۱ اوور کې ۲۳۶ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۶ ویکټو وگټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x