افغانستان

«پنځه وزیران د غلا په تور محاکمه کېږي»

نن ټکی اسیا  (سه شنبه، د تلې۲۹مه، ۱۳۹۳ل): لویه څارنوالي وايي د تېر حکومت پنځه وزیران، چې په غلا، بډو او له واک نه په ناوړه ګټه اخیستو تورن دي، سترې محکمې ته یې معرفي کړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د پنځه واړه وزیرانو دوسیې تکمیل او سترې محکمې ته سپارل شوې دي.

نوموړي وویل، چې په دغو کسانو کې د ټرانسپورټ پخواني دوه وزیران حمیدالله قادري او عنایت الله قاسمي، د سوداګرۍ پخوانی وزیر امین فرهنګ، د کانونو پخوانی وزیر محمد صدیق ایشان او د اقتصاد پخوانی وزیر جلیل شمس شامل دي.

د لویې څارنوالي ویاند څرګنده کړه، چې په پورته یادو شویو کسانو کې ځينې له هېواده بهر دي، خو ویې ویل ،چې په دې اړه د قانون سره سم، یوه ځانګړې محکمه دایریږي.

ښاغلي عزیزي وویل، چې د غلا، اختلاس، بډو او له واک او صلاحیت نه د ناوړه ګټې اخیستنې تړاو د ځينو نورو وزیرانو په ګډون د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو دوسیې هم تر کار لاندې دي او ډېر ژر به د هغوی نومونه هم افشا او دوسیې به یې سترې محکمې ته وړاندې شي.

نوموړي په مشخصه توګه د کوم وزیر یا بل لوړپوړي مقام یاد نه کړ، خو ژمنه یې وکړه، چې د دوسیو له بشپړاوي وروسته به هغوی هم د دغو پنځو وزیرانو په څېر سترې محکمې ته معرفي شي.

نوموړي همداراز د کابل بانک د قضیې د ۱۴ تنو تښتېدلیو تورنو کسانو په اړه وویل، چې له انټرپوله مو په دې باب مرسته غوښتې او همدارنګه مو مرکزي بانک او مالیې وزارت ته هم خبرداری ورکړی، چې که هغه دوه تنه رئیسان ، چې دوی یې ضمانت کړی، را حاضر نه کړي، نو دوی سره به هم د اړونده مراجعو له لارې قانوني برخورد وشي.

د یادونې وړ ده ، چې د کابل پولیسو د کابل بانک د قضیې د ټولو متهمانو له ډلې د ۱۴ پاتو کسانو د نېولو په اړه د خپلې بې وسۍ اعتراف مخکې له مخکې کړی او څرګنده یې کړه، چې دوی د دې توان نلري، چې یاد کسان را پیدا، ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د باوري سرچینو د راپورونو پر بنسټ داسې ډېر موارد لېدل شوي، چې د تېر حکومت د یوه ټيټ رتبه مامور نه نیولې د وزیر یا والي تر کچې لوړپوړي چارواکي په اداري فساد کې ښکېل دي.

که څه هم ګډ حکومت له اداري فساد سره مبارزې او د مفسدو کړیو ګوښه کولو قانون ته سپارلو لپاره ځان ژمن بولي؛ خو خلک په دې برخه کې د لومړني اقدام په توګه د کابل بانک قضیې بشپړاوي او د تورنو کسانو محاکمې ته سترګې په لار دي.

د دوی په اند، که حکومت په دې ازموینه کې بریالی شو؛ نو ښايي د نورو ژمنو په پلي کولو هم د خلکو سترګې ور واوړي؛ خو که پاته راغی؛ نو دا به یې د ټولو پنځه کلنو پلانونو او ژمنو په اړه شته انرژي ، توانمندي او په ټوله کې پوره کمزوري اوښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x