د افغانستان څلور هوايي ډګرونه په نړیوال معیار جوړېږي

Kabul_Airport-Afghanistanد افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي په راتلونکي يوه کال کې به د کابل په ګډون د افغانستان درې نور هوايي ډګرونه په نړيوالو سټنډرډونو عيار کړي.
وزارت د عايداتو له اړخه سږنی کال مهم بولي وايي سږکال يې له هوايي ترانسپورت نه شاوخوا ۴۵ميليونه ډالره عوايد ترلاسه کړي چې د تېر کال په پرتله ۱۵سلنه زيات دي.
د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي د کابل، کندهار، هرات او بلخ هوايي ډګرونه به تر راتلونکي يوه کاله د نړیوالو الوتنو لپاره چمتو کړي او ټولې هغه اسانتیاوې به ورته برابرې کړي چې په نړيوالو معيارونو د يوه سمبال هوايي ډګر لپاره اړينې دي.
د ترانسپورت سرپرست وزير داود علي نجفي بي بي سي ته ووېل چې د پروازونو خونديتوب او د هوايي ډګر امنيت ساتل د نورو ترڅنګ د هوايي ډګرونو د معياري کېدو دوه مهم شرطونه دي:
”هیلمن یو چې تر راتلونکي کاله به د افغانستان څلور هوايي ډګرونه په نړیوالو معیارونو برابر شي، او امنیت یې باید ډاډمن شي.”
د افغانستان هوايي ترافيک اوس د بهرنيو ځواکونو له لوري کنټروليږي او ويل کيږي چې په دې برخه کې د بهرنيو او افغان مسوولينو ترمنځ نه همغږي کله نا کله ستونزې را ټوکوي.

بی بی سی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د