fbpx

د سامسنگ نوی کم بیه؛ خو ډیر غوره لیپ ټاپ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د سامسنگ دغه نوی لیپ ټاپ چې ډیر لږ قیمت سره به بازار ته وړاندې شي خپل خاص اپریټنگ سیسټم لري چې د کروم اپریټنگ سیسټم په نامه سره یادیږي.

سامسنگ دغه نوی لیپ ټاپ چې اینټل (Intel) پروسیسر لري کروم بک ۲ (Chrome book 2) نومول شوي چې بیه به يي یوازې ۲۵۰ امریکايي ډالر وي.

دغه لیپ ټاپ انټل سیلیرون پروسېسر (celeron processor)، دوه جي بي رېم (RAM 2GB) او ۱۶ جي بي فایلونو ساتلو وړتیا لري چې د میموري کارډ یا بل هارډ ډېسک په مرسته يي دغه وړتیا زیاتیدای شي.

د دغې لیپ ټاپ ریزولوشن ۱۳۶۶*۷۶۸ پکسل (Pixels) سره ۱۱.۶ انچه ډسپلې لري او د بلوتوت وړتیا هم لري.

دوه لاوډسپیکر او ۷۲۰ پکسل کامره لري او بیټرۍ يي تر ۹ ساعتو چارج ساتي. دغه کم بیه لیپ ټاپ اپریټنگ سیسټم هم د سامسنگ کمپنۍ خپل اپریټنگ سیسټم دی چې د کروم اپریټنگ سیسټم په نامه یادیږي.

د دغې کروم بک کم بیه او اچت معیار يي د کامیابۍ ضامن دی؛ ځکه چې اوسمهال نړۍ کې د کروم بک تقاضا هم مخ په زیاتیدو ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د