پکتیا: پټان ولسوالۍ کې درې ترکي انجنیران تښتول شوي

د پکتیا ځايي چارواکي وايي چې نن سهار ‘یکشنبه، د دسمبر ۲۶مه’ په ‘پټان’ ولسوالۍ په ‘شپولې’ سیمه کې درې ترکي انجنیران او د هغوی یو افغان چلوونکی تښتول شوي.

د پکتیا پټان ولسوال هم پېښه تایید کړې او ویلي دي دغه ترکي انجنیران هغه مهال وتښتول شول، چې په دغه ولسوالۍ کې د خپل کار پر لور روان ول.

دغو انجنیرانو په پټان ولسوالۍ کې سرحدي پولیسو ته پوستې جوړولې.

د پکتیا د والي مرستیال مرستیال عبدالرحمن منګل بي بي سي ته وویل که څه هم دغه ترکي انجنیرانو ۸۰ کسه ‘سکورټ’ هم لرل، خو بیا هم وسله والو د دوی په تښتولو وتوانېدل:

موږ نه پوهېږو چې دوی یې پاکستان ته اړولي او که یې دلته په کوم غره کې ساتلي دي، خو تر دې مهاله موږ پوره مالومات نه لرو خو کېدای شي چې تر سبا پورې موږ دقیق مالومات ترلاسه کړو.

مرستیال والي عبدالرحمن منګل

”نن سهار شاوخوا اته بجې د پټان ولسوالۍ له شپولې سیمې څخه درې ترکي انجنیران او یو د هغوی چلوونکی چې سرحدي پوستې یې جوړولې، دوی ۸۰ کسه سکورټ هم درلود، خو موږ نه پوهېږو چې دوی چا او څرنګه تښتول شوي دي.”

په سیمه کې ایساف او افغان چارواکو ویلي چې د دغو ترکي انجنیرانو د تښتولو لټون یې په ګډه پیل کړی دی.

ښاغلی منګل وايي غالباً تښتوونکو به دغه ترکي انجنیران له پولې هاخوا وړي وي:

”موږ نه پوهېږو چې دوی یې پاکستان ته اړولي او که یې دلته په کوم غره کې ساتلي دي، خو تر دې مهاله موږ پوره مالومات نه لرو خو کېدای شي چې تر سبا پورې موږ دقیق مالومات ترلاسه کړو.”

پټان د پکتیا له مرکز ګردېز ښار څخه ۸۰ کیلومتره ختيځ لوري ته پرته سرحدي ولسوالۍ ده چې دا پکې د تښتونې لومړۍ پېښه ګڼل کېږي.

دغه ولسوالي د پاکستان له ‘صدې’ او او ‘پاړاچینار’ سره ګډه پوله لري.
پکتیا

پټان ولسالي له پاړاچینار او صدې سره ګډه پوله هم لري.

د پټان ولسوال نیاز محمد خلیل بي بي سي ته د ‘څلورو’ ترکي انجنیرانو د تښتولو پېښه ومنله، خو وویل چې د تښتولو شوو په موندنه کې یې له قومي مشرانو هم مرسته غوښتې ده.

د دغو ترکي انجنیرانو د تښتولو پړه هېڅ کومې ‌ډلې تر اوسه پرغاړه نه ده اخیستې.

تر دې وړاندې د تېر ۲۰۰۹ کال په جون کې طالبانو د پکتیا په څنګلوري پکتیکا ولایت کې يو امریکايی سرتېری باو بيرګډل وتښاوه، چې تر اوسه ورسره دی.