افغانستان

مدني فعالان: د هلمند په جګړه کې لسګونه ماشومان قربانېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند مدني ټولنه وايي چې په د سږ کال له پیله تر اوسه نږدې د عامو وګړو له ډلې یواځې ۵۰ تنه ماشومان وژل شوي دي.

د دوی په قول په عامه تلفاتو کې د جګړې دواړه لوري ښکېل دي چې عامو وګړو ته پاملرنه د دواړو مسوولیت دی.

بل اړخ ته د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وايي چې په هلمند کې د ټولو عامه وژنو د ملامتیا ګوته طالبانو ته نیول کېږي.

خو پخپله د هلمند اوسېدونکي وايي چې د جګړې په حال کې مرمۍ نه معلومېږي چې له کوم لوري راغله خو له هرې نښتې وروسته دولتي عسکر په کلیو ګرځي او عام خلک وهي، لوټي او وژني.

د هلمند د دوراهي یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې په سنګین کې يې د خپلوانو د یوې کورنۍ څلور تنه ماشومان په یوه ورځ د سرحدي عسکرو له لوري پر یو ځای ووژل شول.

د نوموړي په خبره په هر برید کې چې عسکر ډېر تلفات وویني، نو عام خلک له طالبانو سره د مرستې، ځای ورکولو، ډوډۍ ورکولو او همکاري په نامه ځوروي، زنداني کوي او آن وژني يې. چې وروسته يې په رسنیو کې پړه په طالبانو ورواچوي.

د هلمند په جګړه کې ښکېل د ملي اردو یو عسکر مخامخ نن ټکی اسیا ته وویل چې څوک زموږ په یونیفورم کې نه وي، د هغو وژل راته روا دي، ځکه د هلمند ماشومان هم بیا یو وخت طالبان کېږي.

یاده دې وي تر دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان د افغان عسکرو روزنکي بهرني عسکر هم په عامه تلفاتو ملامت وبلل او ويې ویل چې په جګړه کې يې زرګونه عام افغانان وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x