افغانستان

طالبان: په فاریاب کې د دولت ادعا دروغ ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): څو ورځې وړاندې دولتي سرچینو له رسنیو سره داسې خبرونه شریک کړل چې پکې د فاریاب په قیصار ولسوالي کې د طالبانو د لسګونو تنو د تسیلمۍ خبره شوې وه.

دولتي چارواکو ویل چې د ملا عبدالله په نامه د طالبانو یو قومندان له خپلو شپېتو ملګرو سره د دوی ملګری شوی او بېرته يې د طالبانو په وړاندې جګړه پیل کړې ده.

طالب ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې د دولتي چارواکو دغه دعوه هم د ډېرو نورو هغو په څېر له دروغو ډکه او له حقیقته لرې ده.

قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د فاریاب په قیصار کې د ملاعبدالله په نامه د دوی کوم ملګری نشته.

خبر پاڼه کاږي: «په ټوله ولسوالۍ کې دعبدالله په نامه دمجاهدینو هیڅ قومندان نشته اونه کوم مجاهد ددښمن صف ته تللی اوموږ ددښمن دغه له درغو ډکه له حقیقته لیري ادعاء په کلکه ردوو.»

د یادې خبرپاڼې له مخې د عبدالله په نامه په یاده سیمه کې یو خپل سري وسله وال فعالیت درلود چې خلک به يې لوټل د طالبانو د ویاند له قوله د دوی ملګري د دې کس په لټه کې دي چې پخپله سزا يې ورسوي.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو د خپل دعوتي کمیسیون په میاشتني راپور کې د سلګونو دولتي مسوولینو د تسلیمۍ خبر ورکړی دی.

طالبان وايي چې د تېرې میلادي میاشتې په اوږدو کې د دولت له لیکو ۳۳۹تنه «بااحساسه» هېوادوال له دوی سره یوځای شوي دي.

طالبانو پخپله ویبپاڼه کې د یادو کسانو له لنډ شهرت سره بشپړ راپور خپور کړی او په یوه برخه کې يې راغلي: «دوی مختلفه النوع سلاوي اووسایط مجاهدینوته وسپارل اوژمنه یې وکړه چي نوربه دخپل دولس ترڅنګ دریږي اودیرغلګروصلیبیانواودهغوی داجیررژیم پرضدیې به خپله اسلامي اوملي وجیبه جهادکوي اوداسلامي امارت دمجاهدینوپوره ملاتړبه کوي .»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x