افغانستان

سيګار:افغانستان کې د نشه يي توکو کښت بې ساري زيات شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د تلې۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د بيارغونې او څار لپاره د امريکايي ادارې «سيګار» مشر جان سپوکو وايي، چې افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيله له تاريخي پلوه بې ساری دی.

د جان سپوکو له دفتره په خپره شوې، اعلاميه کې راغلي، چې امريکا د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره۷،۶ ميليارده ډالر ولګول، مګر د مخدره موادو کښت او تجارت د پخوا په پرتله بيخي زيات شوی دی.

جان سپوکو وايي، چې امريکا د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې د ميلياردونو ډالرو په مټ هڅه وکړه، چې د مخدره موادو د کښت او سوادګرۍ مخه ونيسي، مګر دا هڅې ټولې بې ځايه وې.

اعلاميه کې راغلي، چې دولتي چارواکو څو څو ځله اعلان کړی، چې يو شمېر سيمو کې يې د کوکنارو پټي ويجاړ کړي، مګر د پلټنو پر مهال د چارواکو خبرې درواغ ثابتې شوي دي.

اعلاميه زياتوي، چې د افيومو د ډېر والې له امله په افغانستان کې د امريکا پر سياسي فعاليت هم شکونه کيږي، ځکه چې داسې ښکاري، چې امريکايي چارواکي نه غواړي، چې دغه هېواد کې نشه يي توکي له منځه يوسي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کوکنارو کرکيله په بشپړه توګه له منځه تللې وه او نړيوالو څارونکو ټولنو هم منلې وه، چې طالبانو د نشه يي توکو کښت او تجارت له منځه وړی، مګر د طالبانو د ټولو هڅو سربېره هم د امريکا په ګډوند نړيوالې ټولنې هغه مهال د افغانستان بزګرانو سره مرستې ونه کړې او نه يې د هغه وخت د حکومت مننه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x