سټیفن دي میستورا: په افغانستان کې به طالبان جګړه تیزه كړې

Afghanistan_UN_Starد افغانستان لپاره د امم متحده ځانګری استازی ویلی چی طالبان به په افغانستان کی د غربیانو په خلاف خپل جګړه سخته کې، او ده زیاته کړه چی راتلونکی څو میاشتی به د غربیانو لپاره سخت وخت راشی..
سټیفن دي میستورا د امنیت شوری په غونډی کی وویل: “داسی مالومیږی چی افغانان به د غربیانو په خلاف خپلی حملې زیاتی کړی.. مونږ باید داسی حالت ته تیار اوسو.. زه بیریږم چی راتلونکی میاشت کی به د امن فضا کړکیچنه وی..” او زیاته یی کړه ” په افغانستان کی به وضع تر سمیدو مخته خرابه سی ، ده وویل چی ټوله خلګ په افغانستان کې په دې اعتراف کوی چی جنګ د حل لاره نه ده.. او حتی طالبان په دې خبره باور لری.. مګر هغوی دا خبره په علنی توګه نه کوی.. او ده بیا په دې خبره ټینګار وکړی چی عسکری لاره د افغانستان لانجه نه شی حله ولای..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د