د روان کال تر ټولو غوره سمارټ فونونه

لومړی برخه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): اوس اکثره سمارټ فونونه له یو بل سره د سافټ وير او هارډویر له نظره توپیر نه لري او ډیر ورته ځانگړتیاوې لري؛ خو د سمارټ فون ځینو کمپنیو خپل سمارټ فون کې داسې خاصې ځانگړتیاوې زیاتې کړي چې په نورو کې نه لیدل کیږي اوهمدا ځانگړتیاوې بیا د نوموړې کمپنۍ سمارټ فون د کامیابۍ سبب گرځي.

۱ـ سامسنگ گیلیکسي نوټ ایچ (Samsung Galaxy Note H):
دغه سمارټ فون خپل شیشي په اساس مشهوره ده. د دغې موبایل شیشه ښي لورې ته کږه شوې ده او د موبایل ځینې فعالیتونه له هماغې ځایه کنټرولیږي. د دغې موبایل شیشه وړه ده خو ښي لورې ته کږه شوې برخه کې لیکل او نور اپشنونه د سمارټ له اصلي شیشي څخه ډیره ښه او واضحه ښکاري.

۲ـ ایل جي؛ جي ۳ (LG (G3)):

د دغې سمارټ فون خاصه ځانگړنه يي اټو فوکس کامره لرل دی چې په لومړی ځل په اسمارټ فون کې دغه سیسټم استعمال شوي. د دغې سیسټم په مرسته کامره په خپله یا هم د کاروونکی په وسیله تصویر کې ټاکل شوي ځای یا برخې باندې خپله توجه متمرکز کوي چې بیا تصویر کې ټاکل شوې برخه نسبت نورو برخو ته ډیره صافه او واضحه ښکاري.

د دې سیسټم په مرسته ډیر ښه تصویر ویستل کیږي او که انسان یا حیوان د تصویر اخیستلو پر وخت په حرکت کې هم وي په تصویر کومه اغیزه نه لري.

۳ـ ایچ ټي سي ون؛ ایم ۸ (HTC one (M8)):

دغه موبایل نړۍ کې یوازینی سمارټ فون دی چې شاتنۍ حصه کې دوې کامرې لري. یوه اصلي کامره او دوهمه يي وړه کامره ده چې په اخیستل شوي تصویر کې ډیرې وړې ټکو ته توجه کوي او په تصویر کې يي شاملوي.

د وړې کامرې په مرسته د ویستل شوې تصویر کیفیت لوړیږې او ډیر هغه څه په کې زیاتیږي چې په نورو کامرو کې يي لیدل ناشونی وي.

۴ـ امیزون فایر فون (Amazon Fire Phone):

امیزون په نژدې وختونو کې يي خپل لومړنی سمارټ فون بازار ته وړاندې کړ. دغه موبایل خپلې مخکینی حصه کې پنځه کامرې لري په داسې حال کې چې نور موبایلونه یوازې یوه کامره لري.

دغه موبایل د مخکیني کامرې سربیره څلورو کونجونو کې هم څلور کامرې لري چې دغه څلور کامرې د کاروونکو سترگې اسکېن کوي چې له هغې وروسته د یوې خاصې ټکنالوژي په مرسته د دغې سمارټ فون کاروونکی کولی شې خپل سترگو په وسیله دغې موبایل کې خپل د خوښې کار وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د