افغانستان

زلمی خلیلزاد: په افغانستان کې ګډ حکومت نشي پايېدلای

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي چې په افغانستان کې ګډحکومت نشي پايېدلای.

زلمي خلیلزاد په نشنل انټرسټ کې پخپله یوه مقاله کې لیکي چې افغانستان د ګډوحکومتونو ډېره ترخه تجربه لري او د دې تجربې له مخي ویلای شو چې ګډ حکومت پکې ړنګېږي.

نوموړي پخپله مقاله کې د اوسني ګډحکومت په وړاندې هم درې لويې ستونزې یادې کړې دي او ویلي دې چې د دې ستونزو حل به د افغانستان راتلونکي ټاکي.

د خلیلزاد په خبره له ۱۹۷۹میلادي کال راهیسې که په هېواد کې پخواني شوروي په مټو او یاهم د مجاهدینو پخپل منځي هلو ځلو ګډ حکومتونه رامنځ ته شوي دي ډېر ژر له منځه تللي دي.

د نوموړي په خبره د اوسني ګډ حکومت په وړاندې تر ټولو لومړۍ ستونزه د حکومت د مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف دی چې د پالیسي پر سر د اختلاف حل تر پوښتنې لاندې راولي.

د مقاله لیکوال په وینا د اوسني ګډ حکومت ترمنځ د لومړیتوبونو پر ټاکلو او عملي کولو سربېره د سولې راوستل هم یوه بله ستونزه ده.

د چارو شنونکي هم پر دې اند دي چې د اوسني ګډ حکومت په وړاندې د سولې راوستل یوه لویه ستونزه ده چې له امریکاسره د امنیتي تړون پر لاسلیکولو لا هم ستونزه ستره شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x