افغانستان

بهرني عسکر په بشپړه توګه له کونړه ووتل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۳۰مه): د کونړ ولایت چارواکي وايي چې په دې ولایت کې ټولو بهرنیو عسکرو پرون دغه ولایت پرېښود.

د کونړ امنیه قومندان سیدحبیب سیدخيلي وايي چې د کونړ په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې مېشت بهرني عسکر ټول وتلي دي او خپلې قرارګاوې يې افغان عسکرو ته خوشي کړې دي.

د نوموړي په وینا په کونړ ولایت کې د ایساف تر مشرۍ لاندې امریکايي عسکر مېشت وو.

تر دې وړاندې په هملند ولایت کې  له مشهور پنډغالي شوراب نه بریتانوي عسکر ټول ووتلل او تر هغه وړاندې د چک هېواد د ناټو په تشکیل کې خپل دوه سوه عسکر له هېواده وویستل.

یاده دې وي کونړ یو له هغو ولایتونو څخه دی چې بهرني عسکر پکې نږدې هر ورځ له مرګونو بریدونو سر مخ وو.

دا په داسې حال کې دی چې په کونړ کې لا هم طالبان په پوره زور کې دي وخت په وخت ترې د مرګ ـ ژوبلې خبرونه ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

د امریکا پوځ هم په ګونډون شو

افغاان ځلمی

مسلمانو افغانانو ورونو دا سمه اصطلاح نه ده چه وایی ((( له کنړه ووتل ))) باید داسی لیکل شوی وی چه (((( له کنړه وویستل شو )))) د ( وتلو ) خبره هله باید وویل شی ، چه دوی د مجاهدینو د محوه کولو د پاره تللی وو ، مجاهدین ختم او یا تر اخری کچی کمزوری شول ، دوی جنګ ګتلی نور یی هلته بودن ته اړه نشته ، په داسی حال کی چه په همدی لیکنه کی یاده شوی چه په کنړ کی مجاهدین تر پخوا لا زیات په قوت کی دی ، نو دا معنی چه امریکایان… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x