داودزی: افغانستان له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دی


نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر عمر داوودزي چې دا مهال یې په ډيلي کې په یو امنیتي کنفرانس کې د افغانستان د استازي په توګه ګډون کړی دی.

نوموړي د یاد کنفرانس په څنډه کې رسنیو ته په څرګندونو کې وویل چې هېواد مو له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دی.

د داوودزي په خبره د هېواد په ټولو امنیتي پېښو کې د پړې ګوته پاکستان نیول کېږي او د نوموړي په خبره په هرات کې د هند په قونسلګري باندې برید هم د پاکستان تر لاس لاندې شوی دی. د یاد برید مسؤلیت وسله والو طالبانو پر غاړه نه و اخیستی.

داودزي په داسې حال کې د هېواد د امنیت اړوند اندېښنه څرګنده کړه چې تېره ورځ د ملی دفاع وزارت مسوولینو هم د اردو د وژل شویو عسکرو اړوند معلومات خپاره کړل چې دولتي مسوولینو اندېښمنوونکې وګڼل.

د ملي دفاع په وزارت په تېرو اتو کلونو کې نږدې اووه زره د ادرو عسکر وژل شوي دي، چې د یادې شمېرې تر ټولو ډېره برخه تېر او سږکال جوړوي.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت مسوولینو هم په یوه خبرپاڼه کې تېرې دوه اوونۍ مرګونې اوونۍ بللې وي او یواځې په تېرو دوو اوونیو کې د بریدونو، نښتو او چاودونو شمېره پنځه سوه ښوودلې وه.

په هندوستان کې امنیتي کنفرانس تېره ورځ پیل شوی چې دوه ورځې به دوام وکړي ټاکل شوې ده په دې کنفرانس کې به له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په امنیتي وضعیت خبرې وشي.

یاد کنفرانس د «مونیخ امنیتي کنفرانس» په نامه یادېږي چې هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادو کې ترسره کېږي.

په دې کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی دی.

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د