ټولنیزه برخه

دوه لنډې تصحيح

امان الله کاکړ

کرايي ماډلز او افغان کلتور

پېښور نشترهال پرون او نن د افغان کلتور نړيوالې ورځې په نوم د يو کلتوري پروګرام شاهد وو پروګرام ته له ګران افغانستان څخه هم يو زيات شمېر ميلمانه، قومي مشران او ليکوالان راغلي وو. پروګرام کې د افغانستان لرغوني آثار، قالينې او تاريخي عکسونه نندارې ته وړاندې شول. د پروګرام په دويمه ورځ د افغانستان ملي تاجرانو د افغان قونسلګرۍ په غوښتنه ملي غالۍ او قالينې په ښه ډول نندارې ته وړاندې کړې چې د کلتوري ميلې د ګډون والو د پام وړ وګرځېدې او په کلتوري ميله کې يې افغان سټالونو ته ځلا ور وبخښله.

١- لنډه تصحيح
د پروګرام اخر کې د افغان کلتور خلاف هغه څه وشول چې په نوم افغان کلتور وو خو په حقيقت کې د افغان اصل کلتور سخته بدنامي وشوه نه پوهېږم چې دا کار په شهدو کې زهر وو او که څه؟

له ډېرو به تېر شو غواړم لنډه تصحيح هغوى ته وکړم چې زمونږ کلتور يې په غلط ډول وپيژاند!

د کلتوري ميلې هغه برخه چې د څه کرايي ماډلز لخوا د افغاني جامو نمايش وشو د پروګرام اکثره ګډون والو چې د افغانستان ثقافت سره نابلد وو داسې وپتيله چې ګواکې افغان کلتور همدا دى چې يوه بې حيا نجلۍ دې خپل ځان په هغه شکل چې بې حيا ماډلز ښيي وښيي خو داسې نه ده زه هغوى ته د دې خبرې لنډه تصحيح وړاندې کوم چې زمونږ افغان اصل کلتور دا دى چې ښځه دې پوره حجاب مراعت کړي او محجبه دې واوسي نه دا چې د څو لنډه غرو لخوا ښځه د يو لوښي په څير د خلکو په وړاندې نندارتونو کې مخې ته راشي. او دا بايد هم واضحه شي د افغانانو کلتور نه يوازې دا چې يو اسلامي کلتور دى خو هغه وروڼه قومونه چې زمونږ په افغانستان کې ژوند کوي هغوى د اسلام مبارک دين نه دومره متاثره شوي چې د اسلام د قبلولو او منلو نه مخکې د حيا نمونې وي.

٢- لنډه تصحيح
هغه کسان چې غواړي افغان په پښتون تعبير کړي هغوى که پروفيسران هم دي خو زه به دومره ور ته ولرم چې بايد په دې ځان پوه کړي چې په افغان لفظ کې زمونږ زړونه قومونه هر يو تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن…. نور درانه قومونه او پښتون نغښتل شوي او بايد دوى دې ټکي پام وکړي چې د هغوى په سيمه کې چې پښتانه موجود وي او ځان افغان ګڼي مطلب دا نه شو چې په افغانستان کې دې يوازې پښتانه افغان واوسي او نور درانه او زړونه قومونه دې د افغان کلمې نه بهر وي زه ور ته دا لرم چې د افغان نوم د پښتنو په نسبت په دې نورو ډېر ښايسته دى او دا ځينې درانه قومونه خو د افغان نوم ته داسې ښکلا ور کوي لکه ګل ته چې د شبنم څاڅکي ښکلا ور کوي.

په اسلامي او افغانۍ مينه
امان الله کاکړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x