افغانستان

اشرف غني هم د افغانستان ایکسپریس توهیني مقاله د اسلامي امت سپکاوی وګاڼه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۳): د ګډ حکومت مشر اشرف غني احمدزي تېره ورځ د عاشورا د ورځې د امنیتي تدابیرو په پار رابلل شوې ناسته کې وویل چې د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې توهیني مقاله ټول اسلامي امت ته سپکاوی دی.

نوموړي وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین دې دا موضوع جدي تعقیب کړي.

د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼه چې له کابله په انګلیسي ژبه خپرېږي پخپله ۴۵۱مه ګڼه کې اسلامي ارزښتونو ته له سپکاوي ډکه مقاله خپره کړې وه.

د ګډحکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم امنیتي ارګانو ته امر کړی و، چې د دې ورځپاڼې مسوولین دې ونیول شي او د پېښې دې جدي پلټنه وشي.

د افغانستان ایکسپریس په یاده ګڼه کې د مقالې لیکوال الله ج او رسول الله ص ته سپوونکې خبرې کړې وي چې په خواله رسنیو کې يې توند غبرګونونه راوپارول.

د ورځپاڼې ادارې په خپله اعلامیه کې د دې مضمون خپرول غلطي بللې او بښنه يې غوښتې. او لیکلي يې دي چې دا د دوی یو بهر مېشتې قلمي همکار لیکنه ده چې دوی د ډېر باور له مخې بې کتلو خپره کړې ده.

د مقالې ګڼ لوستونکي د ورځپاڼې دغه بښنه هم یو ډول ملنډې ګڼي او وايي چې د ورځپاڼې اداره غواړي په دې ډول د افغانستان په مسلمان ملت کې د خپلو ارزښتونو اړوند روحیه کمزوري کړي.

د جمیل الرحمن ندیم په نامه یو تن د ورځپاڼې د ادارې د بښنې اړوند په خواله رسنۍ کې لیکي:«افغانستان ایکسپریس غواړي د یوې بخښنې په غوښتو سره خپل کفریات پټ او رسنیز ‌ډګر کې د کفریاتو رایجولو او بیا په یوې بخښنې غوښتلو د کیسې ختمولو کلتور دود کړي.خو دوي باید پوه شي چې موږ يې د عذر ګناه بد تر ازګناه په پالیسي ښه درک کړې.»

یاده دې وي اشرف غني احمدزي د عاشورا ورځ د مسلمان ملت شریکه د غم ورځ وبلله او ويې ویل چې دوی به د دې ورځې د مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیسي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx