د امت لويان

د صبر لمر؛ عروة ابن زبیر رضی الله عنه- دریمه برخه

ابوبکر احمدي

ددغو ښو عملونو تر څنګ د کلام الله قران مجیدد تلاوت همیشنی ملګری هم وو هره ورځ به يې د ټول قرآن مجید څلورمه حصه په قرآن مجید کې په نظر تلاوت کوله او شپې به يې په لمانځه کې هغه حصه په یاد تلاوت کول او دغه کار يې د ځوانۍ د شروع څخه بیا د وفات تر ورځي نه دی پرې ایښی بیله له یوه واره چې هغه هم د یوې سختي ناروغۍ او بې هوشۍ په سبب ځیني پاته سوی دی . چې بیان به يې وروسته درته راسي .

عروة ابن زبیر رضی الله عنه د خپل ځان او خپل زړه راحت په لمانځه کې حاصلول او د ځمکي پر مخ دده جنت لمونځ وو ، لمونځ او دهغه ناسته او ولاړه ، د هغه رکوع او سجده يې په ډیرښه او صحیح شکل سره ادا کول ډیر اوږد او ارام لمونځ به یې کاوه . ویل کيږي چې عروة ابن زبیر رضی الله عنه یووخت یو سړی ولیدی چې په چابکي او تلوار سره يې لمونځ اداکړی کله چې هغه سړی له لمانځه څخه فارغه شو عروة ابن زبیر رضی الله عنه ور وغوښتی او ورته ویل يې اي وراره ! آیاتا د خپل رب عزوجل څخه یو ضرورت او حاجت نه درلودی چې ځیني غوښتی دي وای ؟ په والله زه خو په خپل لمانځه کې هر څه حتی تر مالګي پوري له الله جل جلاله څخه غواړم .

عروة ابن زبیر رضی الله عنه ډیر سخي ، جواد او د ورکړي خاوند وو دده د سخا څخه یوه قیصه داده :

چې د مدینې د باغو څخه يې یو داسي لوی باغ د پلار څخه په میراث ورپاته وو چې خوږې اوبه او ګڼي وني يې درلودې ، دخورما لویي لويي وني پکښې ولاړي وې ، ټول کال به يې پر دغه باغ لوی دیوال ددې د پاره را ګرځولی وو چې وني يې د حیواناتو له آزاره او د ماشومانو د لوبو څخه وساتل شي ، کله چې به يې مېوې ښکاره شوې او داسي به پخې شوې چې د لیدونکې به اشتها او شوق ورته کیدی نو به يې خاص او عامو خلګو ته د باغ دننوتلو اجازه ورکړه او د باغ له هره طرفه به يې څو څو ځایه دیوال ددې د پاره ونړاوه چې خلګ په آساني سره باغ ته ننوزي . نو به له هره طرفه خلګ باغ ته ورننوتل هلته به يې د خپلې خوښي میوې خوړلي او د ضرورت په اندازه به يې له ځان سره وړلې او له هره طرفه چې به يې زړه وو پر هغه لار به وتل .

د عروة ابن زبیر رضی الله عنه ژوندد علم ، دعوت او عبادت ژوندوو ….
مګر الله سبحانه وتعالی خامخا خپل بندګان په ښکاره امتحان سره ددې د پاره امتحانوي چې صبر کوونکی او بې صبره هر چاته معلوم کړل شي  . نو الله جل جلاله عروة ابن زبیر رضی الله تعالی عنه په یوه سخت امتحان سره امتحان کړی
د ولید ابن عبدالمک ابن مروان د خلافت په وخت کې چې د غه ولید د بني امیه د خلفاوو څخه شپږم خلیفه دی او دده په عصر او زمانه کې اسلامي دولت د خپل مجد او عزت اوج او لوړ مقام ته رسیدلی وو.
الله جل جلاله دا خوښه کړه چې عروة ابن زبیر رضی الله عنه په داسي امتحان سره امتحان کړي چې د هغه امتحان په مقابل کښې بیله هغو کسانو چې زړونه يي په ایمان سره آباد او په یقین سره ډک وي بل څوک نه سي درېدلای           هغه امتحان داسي وو:

ولید ابن عبدالملک چې د مسلمانانو خلیفه او امیرالمؤمینین وو عروة ابن زبیر رضی الله عنه يې د مېلمستیا پر قسم د خپل ملاقات لپاره دمشق ته ور وغوښتی عروة رضی الله عنه هم دغه دعوت قبول کړی او هغه خپل مشر زوی يې په دغه سفر کې د ځان ملګری کړی کله چې د خلیفه دربار ته ورسیدل  خلیفه يي هم تود هرکلی او شانداره ښه راغلای وکړی تر آخره حده يې دده عزت او اکرام وکړی
خو الله جل جلاله دا مقدره کړه چې هغه بادونه راوالوزوي چې د کښتیو نه وي خوښ هغه دا چې د عروة رضی الله عنه امتحان  ددغه مېلمستیا وخت کې چې د ولید ابن عبدالمک په دار الخلافه کې وو شروع سي
امتحان پس له امتحانه، داسي امتحانونه چې پر بشري نفس ډیر شدید وي خو تر دغه امتحانو عجب د ابن زبیر رضی الله عنه تصرف قناعت وو.

ای هغو کسانو چې په یوه امتحان سره امتحانېږی ، ای هغو کسانو چې یو مصیبت درته پېښیږي یا درته پېښ دی که مو عروة ابن زبیر رضی الله عنه لیدلی وای چې ددغه خپلو مصیبتو سره يي څنګه معامله کول هلته به مو صبر زده کړی وای چې صبر څه شی او څنګه کیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

بخښنه غواړم د امتحان په حصه کی کیسه خرابه شوی ده هیله ده چی ترمیم شی
یعنی څه؟

امتحان پس له امتحانه؟؟ سه معنی هیله ده چی امتحانونه واضح شی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x