نظــر

ايډورډجیرارډیټ: امریکا ولې په افغانستان کې ماته شوه؟

ليکوال: ايډورډجیرارډیټ «Edward Girardet»

ژباړه او لنډيز: احمدالله احمدزی

د مصر پلازمېنه قاهره کې امريکايي پوهنتون څخه خپرېدونکې مجلې «Cairo review» د مشهور امريکايي تحليلګر او ليکوال ایډورډ جيرارډيټ «افغانستان کې د امريکايي ستراتيژي د ماتې لاملونو» په اړه يوه مقاله خپره کړې ده.

ليکوال وايي، چې افغانستان کې د امريکا ستراتيژي د هغه څه برعکس له سختو ماتو سره مخ شوه، چې امريکايي او نړيوالو تحليلګرانو، ژورناليستانو او د پېښو څارونکو يې وړاندوينه کوله او دا ځکه چې کله امريکا پر افغانستان بريد کاو، امريکايي چارواکي د افغانستان له تاريخ او ځمکنيو حقايقو نه و خبر.

ايډورډ وايي، چې امريکايي چارواکو فکر کاو، چې افغانستان لپاره د دوی ستراتيژي ډېره عميقه او د وخت له غوښتنو سره سمه ده او کولای شي، چې افغانستان کې ۲۲ کلنې جګړې ته د پای ټکی کيږدي، مګر رښتيا هغه څه پېښ شول، چې د دوی د هيلو او غوښتنو پر ضد و او له همدې امله امريکا او ايتلافيانو ته يې دغه ديارلس کاله د وينو په ډنډ کې د پاتې کېدو په معنا و او لويديځو هېوادونوافغانستان کې د سر او مال قوي ضربې وخوړې، چې د امريکا په ګډون د نړۍ اقتصاد او سياسي حالاتو ته يې سخت زيان ورساو.

ليکوال په دې اند دی، چې د افغانستان ستونزه هغه مهال حلېدای شي، چې امنيتي ځواکونه يې افغان دود سره سم غښتلي شي، اقتصادي حالات وده وکړي او داسې يو سياسي نظام رامنځته شي، چې ټولو يا لږ تر لږه ډېری افغان ولس ته د منلو وړ وي او اوس خو د نړيوال بانک له قوله افغانستان تر راتلونکي ۲۰۲۴م کال پورې له نړيوالو مرستو پرته ژوند نه شي کولای او له هغې وروسته به هم هغه مهال په خپلو پښو ودريږي، چې سياسي او اقتصادي حالات د افغانستان په کنټرول کې وي او د سولې لپاره عملي ګامونه پورته شي.

ليکوال د پوښتنې په توګه وایي، چې د امريکا او ايتلافي هېوادونو عسکر له افغانستانه وځي او ډېر لږ شمېر به يې د افغان امنيتي عسکرو د روزنې او مخالفينو سره د جګړې لپاره پاتې وي، نو دغه حال کې چې موږ ګورو د افغانستان اويا سلنه خاوره، د حکومت، بهرنيو عسکرو او مرستنديو ټولنو لپاره له جدي ګواښه ډکې سيمې دي او دغو سيمو کې د طالبانو واک او ځواک چليږي.

مقاله کې راغلي، چې ۲۰۱۵م کال د افغان حکومت او امنيتي قواوو لپاره سخت ننګوونکی کال ښکاري او د نور افغانستان په ګډون پلازمېنه کابل هم له سختو ګواښونو سره مخ کېدای شي؛ ځکه چې د نړيوالو عسکرو په وجود کې افغانستان کې امن ټينګ نه شو او اوس چې بهرني عسکر په کمېدو دي او واک افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل کيږي، نو دا ډېره ناشونې بريښي، چې افغان عسکر دې د افغانستان امنيت ټينګ کړای شي.

ليکوال د افغانستان راتلونکې سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعې ته خوشبينی نه ښکاري او وايي، چې د امريکا او نړيوالو هڅو او وعدو تر اوسه افغانستان ته څه ګټه نه ده رسولې او له دې وروسته به هم داسې څه ونه لري.

«موږ له تاريخي او ځمکنيو حقايقو عبرت نه اخلو»

ایډورډ جيرارډيټ د مقالې يو جانبي عنوان کې وايي، چې امريکا او نړيوالو ځکه پر افغانستان يرغل وکړ، چې دوی د افغانستان تاريخ او ځمکني حقايق نه و درک کړي او له تاريخي پېښو يې عبرت نه دی اخيستی.

ليکوال په لنډو ټکو وايي، چې افغانستان کې د انګريزانو د ماتې لاملونه ټولو ته معلوم دي او هغه مهال انګريزانو غوښتل، چې د افغانستان کورنۍ او بهرنۍ پاليسي په خپل واک کې ونيسي، مګر هغوی په خپل پلان کې له سختې ماتې سره مخ شول.

ليکوال زياتوي، چې يو بريتانوي، ډګروال ۲۰۰۲ م کال کې خپلو عسکرو ته وويل، «چې تاسې دا کوښښ مه کوئ، چې افغانستان اشغال کړئ، ځکه افغانان هيڅکله له يرغلګرو سره ګزاره نه کوي او تل يې پر ضد جګړې کوي، تر څو يې له خپل هېواده وباسي.»

ایډورډ جيرارډيټ په اند د افغانستان راتلونکی به د همدې اوسنيو حالاتو دوام وي، ځکه چې د هرې کورنۍ که يو غړی په حکومت کې دی بل يې طالبانو سره دی او بل دا چې طالبان د کابل حکومت امنيتي، سياسي او قضايي ارګانونو کې ډېر با نفوذه خلک لري، چې تل د دوی د ګټو لپاره کار کوي او بل پلو ګڼ شمېر لوړپوړو چارواکو په دوبۍ، ابوظبۍ او نورو هېوادونو کې خپل کورونه جوړ کړي او د حالاتو په خرابېدو به خپلې څوکۍ پرېږدي او خپلو کورونو ته به ځانونه رسوي.

ليکوال د مالي او ځاني زيانونو په اړه وايي، چې د لويديځو هېوادو چارواکي خو د يو شمېر پرمختګونو دعوې کوي، مګر د دومره کاميابۍ او پرمختګ لپاره د زرګونو بهرنيو عسکرو او ميلياردونو ډالرو زيان او قرباني لازمي وه؟؟

ایډورډ جيرارډيټ وايي، چې له ايتلافي هېوادونو پرته يوازې امريکا په افغانستان کې ۴۹۶ ميليارده ډالر ولګول، مګر دوی کولای شول، چې دغه پيسې د افغانستان په بيا رغونه، زراعت او نورو مهمو ځايونو کې لګولې وای.

نړيواله ټولنه اوس هڅه کوي، چې افغانستان کې د بيا رغونې، ښوونې، زراعت او نورو برخو کې مرسته وکړي، مګر دا هڅې اوس بريالۍ نه ښکاري، ځکه چې امريکايي جګړې د افغانانو او بهرنيو عسکرو اړيکې ډېرې سره ترينګلې کړي دي.

امريکايي او ايتلافي عسکرو په لوی لاس ولسي وګړي وژلي او د بګرام، ګوانتانامو او نورو محبسونو کې له بنديانو سره غير بشري او د قانون ضد کړنې ترسره کړي، چې د افغانانو له زړونو ورته نه وځي.

امريکا خو لومړی هم د افغانستان جګړه کې پاتې ښکارېده، مګر کله يې چې ۲۰۰۳ م کال پر عراق يرغل وکړ، نو د جګړې تمرکز يې وبايله او د ګټلو هغه لږ چانس يې هم له لاسه ووت.

ليکوال وايي، چې ولسي خلکو سره د حکومت او بهرنيو عسکرو ناوړې رويې خلک اړ کړل، چې د حکومت او بهرنيو عسکرو پر ضد د طالبانو مرستې وکړي او تر څو يرغلګر هېوادونه افغانستان کې وي، د دوی پر ضد به ولسي غبرګون نور هم زور اخلي.

امريکايي او ناټو عسکرو په لوی لاس يا په غلطۍ کې پر ولسي خلکو بمبارۍ کړي، وژلي يې دي، بنديان کړي يې دي او ځينې وخت يې بيا بښنه غوښتې او خلکو ته یې دييت هم ورکړی، مګر دغه بښنې او ديت د افغانانو له دود او دوستور سره برابرې نه وې، بلکې يوازې د ځان خلاصونې په معنا وې او افغانان پرې د خوښۍ پر ځای نور هم پارېدلي دي.

د ستونزې حل څه دی؟

د مقالې په پای کې ایډورډ جيرارډيټ وايي، چې د ستونزې بنسټيز حل دا دی، چې د طالبانو قوت او ځواک ومنل شي او مثمثر مذاکرات ورسره وشي او تر څو چې افغانستان کې سوله نه وي راغلی، د امريکا او نړيوالو هېوادو ستراتيژۍ او هڅې ناکامې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x