افغانستان

هرات: په بېلابېلو نښتو کې د اربکي قومندان په ګډون ۷تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۳۰مه، ‍۱۳۹۳ل): د هرات ولایت په شینډنډ، پښتون زرغون او چشت شریف کې د چاودنو او بریدونو په پایله کې د اربکي قومندان په ګډون اوو تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالي په منزل سیمه کې د اربکیانو یو مشهور ظالم قومندان ارباب د دوی د ملګرو له لوري په یوه نښته کې ووژل شو.

په ورته وخت کې نن سهار شاوخوا لس بجې د هرات دشینډنډ ولسوالي په عزیزاباد سیمه کې هم په یوه برید کې د اردو یو عسکر وژل شوی دی چې پړه يې طالبانو منلې ده.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ مازیګر مهال د د دې ولایت په چشت شریف ولسوالي کې د تخت په سیمه کې د اردو په یوه موټر په بمي چاودنه کې هم پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

طالبان وايي چې چاودنه دوی کړې اوپکې يې د اردو دوه عسکر وژلي او درې نور مرګوني ټپیان کړي دي.

د طالبانو د د دې څرګندونو اړوند دولتي مسوولینو تر اوسه څه نه دي ویلي.

یاده دې وي د کورنیو چارو سرپرست وزیر هم نن په هند کې امنیتي کنفرانس ته په ډاګه کړه چې هېواد مو له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x