افغانستان

کابل پوهنتون پر دېوال لیکلی شعار: زنده باد داعش

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): په کابل ښار کې د دېوالونو د شعارونو مخینه وړاندینۍ ده او ډېری وخت دغه شعارونه د عامه ذهنیت ښه ښکارندوی وي.

په دې وروستیو کې د کابل ښار په خورا ترټولو مهم ځای «کابل پوهنتون دېوال» د «زنده باد داعش» شعار د کابل پولیس اندېښمن کړي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ویلي دي چې دوی هڅه کوي چې د دې شعارونو لیکونکي او پلویان يې په ګوته او ويې ونیسي.

د شنونکو په باور په دري ژبه دغه د کابل پوهنتون پر دېوال دا شعار دا په ګوته کوي چې د افغانستان په زړه کې هم په عراق او سوریه کې د جنګېدونکې اسلامي ډلې اړوند مینه او درناوی شته.

پخوانی داعش او اوسنی اسلامي دولت په عراق باندې د امریکا له برید سره جوخت د عراق د دولت او بهرنیو ځواکونو په وړاندې چریکي بریدونه پيل کړل.

د اسلامي دولت له لوري په وروستیو څو میاشتو کې پراخ تعرضي بریدونه او بېړنی پرمختګ د نړۍ په سطحه ډېری عربي او غربي هېوادونو ته اندېښمنوونکی تمام شوی.

ویل کېږي په تېره روژه کې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې له پاکستان سره په پوله سیمو کې د اسلامي دولت له لوري د خپرې شوې پښتو ورځپاڼې «فتح» وېش هم افغان حکومت ګواښ بللی دی.

د اسلامي دولت په پلوی په کابل کې پر دېوالونو په داسې وخت کې شعارونه لیکل کېږي چې د کابل پر دېوالونو لا هم هغه شعارونه روښانه ښکاري کې چې په امریکا او پلویانو يې مرګ ویلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x