افغانستان

ګڼو فعالانو د کورنیو چارو وزارت له لوري په لوحه پښتو متن تعصب بللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۳): د کورنیو چارو وزارت له لوري په جوړ شوي سیمینار کې د ښه راغلاست په لوحه ګڼو مدني فعالانو، لیکوالو او پښتو لوستوالو نیوکې کړې دي او دا يې د مسوولینو له لورې له پښتو ژبې سره ښکاره تعصب بللی دی.

دغه څلو ورځنی سیمینار چې د روانې میلادي میاشتې په شلمه پیل شوی تر درویشتمې پورې به روان وي. د ښځینه پولیسو د شوراګانو پر شپږ میاشتني فعالیت سربېره د بشري حقونو له لوري هم راپورونه اورول کېږي.

د دې سیمینار د ښه راغلاست په لوحه کې پښتو متن هیڅ خپل مفهوم نشي رسولای او داسې برېښي چې یاد متن هم په دري لیکدړه لیکل شوی دی.

په یاد متن کې ګڼ پښتو توري لکه ښ، څ، ځ او ږ نه دي کارول شوي اوپر ځای يې په ترتیب سره س، ح، ح او ر کارول شوي دي.

دغه متن په خواله رسنیو کې هم د تبصر وړ ګرځيدلی دی، د رحیم ګل څاروان په نامه یو تن لیکوال لیکي: «ملي ژبې ته سپکاوی او پرې رشخند وهل داسې وي، پښتو متن یې ولولئ، پدې وزارت کې هیڅوک داسې نه وو، پدې ملي ژپه وپوهیږي، پښتو ایا یو هم بلد نه وو او کنه پښتو ژبه پالونکي او ویوونکي نه لري، چې څنګه دې څه پرې لیکل لیکه يې.»

د سنګر شینواري په نامه یو بل تن لیکي: «منم چې یاده ستونزه د منلو نه ده خو د کورنیو چارو وزارت د شپږو معینیتونو په لرلو سره بلا ډېر ریاستونه لري او هر ریاست د خپلو سیمینارونو په برابرولو سره مسوولیت لري چې خپل ټول کارونه پرته له کومې ستونزې برابر کړي.»

یاده دې وي د ګډ حکومت په مشر هم دا نیوکه ډېره کېږي چې ارګ ته په ورتګ خبرې تر ملي ژبې په رسمي ژبه ـ دری ـ ډېرې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x