نظــر

داعش په کابل کې د څه له پاره؟

هرځل چې اسلام ته سپکاوی وشي، دخلکو داحساساتو بل مخته اړولو په خاطر ځينې خاصې اداري داسي کار وکړي چې اصل موضوع له خلکو ورکه شي. کله چې په افغانستان اکسپریس ورځپاڼه کې احمد جاوید احور اسلام ته سپکاوی کړ. د افغان ولس احساسات راوپاریدل، غواړي چې دغه زندیق ونیول شي.

دهمدې له پاره چې د خلکو د احساساتو مخه بل لورته واړول شي، دادی په کابل کې په دیوالونو لیکل کيږي چې داعش زنده باد، او پروپاګنډه کيږي چې داعش کابل ته راورسیدی.

د امنیه قومنداني ځان ناخبره ګڼې، حال داچې د شپې په هر چوک باندي د پولیسو کسان له رنجر او ټانکونو سره ولاړ وي، پرته د امنيتې کسانو له اجازې هیڅوک په یادو سېمو کې نه شي کولای چې د دولت خلاف د خپلې خوښې څه ولیکي، که ممکن وای طالبانو او حزب اسلامی به ډیرې شپې پاڼې خپرې کړي وای، او د خپل ځانه په ګټه به يې تبلیغات په دیوالونو لیکل.

موږ پوره باور لرو چې د کابل ښار په له ازدحامه ډکو سېمو او هغه سېمې چې تر نورو پکې ډیر امنيتې تدابیر شته، دلته د امنيتې کسانو په مرسته داعش ته منصوب شعارونه لیکل شوي.

د کابل امنیته قومنداني او امنیت به لدي څخه اوس نورې ګټې هم پورته کړي، یو خو يې په حزب التحریر تور لګولی، بل داچې په کابل پوهنتون لیلیه چې کوم پښتانه او ناامنه سېمو محصلین دي، دهغوی نه به هم ځينې په همدې بهانه زندانو ته یوسي.

کله چې تیر وار په باګرام کې امريکایانو قران کریم ته توهین وکړ، د خلکو احساسات راوپاریدل، لاریونونه پېل شول. د هغه وخت د امنیت مشر ولسمشر ته مشوره ورکړه چې داسي کار وکړي تر څو د خلکو اوپه خاص ډول د پښتنو احساساتو مخه بل لورته واوړي، همهغه وو چې د کابل د ښووني او روزني د پوهنتون نوم يې د خپل ناوړه هدف قربانی کی، او دغه پوهنتون يې د استاد برهان الدین رباني په نوم اعلان کړ. د پوهنتون محصلینو په کابل لاریونونه پېل کړل، په ولایتونو کې ددغه نامه سره مخالفتونه پېل شول، د قران کریم د سپکاوي خبره پاتې شوه، امنیت وتوانیدی چې د خلکو د احساساتو مخه بل لورته واړوي.

اوس هم چې په کابل او ولایتونو کې د خلکو احساسات د افغانستان اکسپریز د کفري لیکنې اړوند راپاريدلي دي، کابل حکومت او امنیت يې غواړي ددوی احساسات بل لورته واړوي.

امنیتې ادارې له دي هم ویره لري چې ممکن د کابل پوهنتون محصلین او دننګرهار پوهنتون محصلین به لاریونونه وکړي. اوس نو دوی ته ښه بهانه جوړه ده، که د کابل پوهنتون محصلین د زندیق احور او افغانستان اکسپریس په خلاف مظاهره کوي، بیا به يې پولیس په دی نوم بندیانوي چې تاسي د داعش سره تماس لرئ او د کابل پوهنتون په دیوالونو تاسي دغه د داعش اړوند شعارونه لیکلی دي، له همدې امله خو د کابل پوهنتون سره نږدې سېمو کې دغه شعارونه لیکل شوي.

بله مهمه خبره پکې داده چې په دغو سېمو کې په عمومې ډول سره اهل تشیع ژوند کوي، اهل تشیع له داعش سره حساسیت لري، بد يې ایسوي، په دي ډول سره به اهل تشیع دهمدې موضوع اړوند خپله انرژې مصرف کړي، او د زندق جاویدله قضيې به يې مخه اوړیدلي وي.

کیدای شي چې په نږدې ورځو کې ورته شعارونه به د ننګرهار پوهنتون شاوخوا هم ولیدل شي، او دننګرهار په کوڅو کې به هم په تور لیک د داعش زنده باد شعارونه وی. تر څو مخکې له مخکې د ننګرهار پوهنتون د لاریون کونکو مخه ډب کړي، که چیرته لاریون وکړي بیا به يې په همدې جرم بندیان کوي. او لیلیه خو یې مخکې هم دولت له همدې ویرې بنده کړي چې محصلین اتفاق ونه کړي او مظاهرې ونه کړي.

دا بله پوښتنه ده چې ولي داعش ته منصوب شعارونه په درې ژبه لیکل شوې، فکر کوم دغو ادارو په پښتنو کې داسي څوک نه دی پيداکړی چې په دي اړه ورسره همکاري وکړي، او يا خو په پښتنو د رازساتلو باور نه لري، یا داچې دغې نازکې باریکۍ ته يې پام نه دی.

موږ افغانان ستاسي په چل او فریب ښه پوه یو، تر هغه به د زندق جاوید احور او د افغانستان ایکسپریس د چلونکو مربوط خپلو هڅو ته ادامه ورکو تر څو هغوی ته سزا نه وي ورکول شي.

موږ په دی پوهیږو چې اعدام سزا بنده شوه، او له اوسني ډیموکراټ دولت نه تمه نه لرو، چې دغه زندیق او ملګري به يې په جزا ورسوي، ولي مسلمانان يو مسؤلیت لرو چې خپله ناخوښې وښيو او کوشش وکړو له هرې ممکنه اصولي لاري په دولت فشار راوړو.

د احمد جاوید احور په ارتباط دایکسپريس بخښنه د خندا وړ ده، چې دوی وايې دغه لیکوال ددوی همیشنی لیکوال دی، ښه لیکوال دی، او دا ډول نورې خبري، دلیکوال فیسبوک پاڼه کې تر خپاره شوې مضمون نورډیرکفریات لیکل شوي.

عام خلک او پوه خلک وايې چې په دي ډول دغه زندیق غواړي د کوم هیواد ویزا ترلاسه کړي.

که حکومت له چل او فریب څخه کار اخلي د خلکود احساساتو مخه بل لورته اړوي او د مضوع په ارتباط جدې عکس العمل ونه شئې، موږ باوري یو چې يوه ورځ به د افغانستان مسلمان ملت له ناستو چارواکو سره حساب او کتاب کوي.

لیکوال: ابراهیم عابد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

سلامونه او احترام د داعش د زنده باد شعار خو زما په نظر د کافر احوار له کفریانو څخه پام اړول نه بلکه د احوار د لیکنی سر ټکی هم همدا داعش او د هغوی استادان (طالبان) تشکیلوي. ما چی شخصا ددی کافر کفریات ولوستل نو می له ځانه سره د داعش د حتمي ظهور ضرورت احساس کړ دداسې سرکشو مرتدانو ختمول او ریشه کني د طالب په محاکمو سره نشي کیدای د داسی جنایتکارانو شاخونه (ښکر) یوازی داعش ښه ماتولی شي اوس اوس خو د صلیب لارویان او لاسپوڅي طالب ته د ژوند په کولو هم نه دي قایل… نور لوستل »

خان محمد

یاره غوربندی صاحب زه مقاله ستا د کمینټ لپاره راخلاصوم ستا تبصره چې ولولم ایمان می تازه شی الله تعالی دې په ایمان ښیراز لره ، رښتیا دې ویلي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x