افغانستان

کندوز: د بې وزلۍ له امله د یوې کورنۍ ټولو غړیو ځانونه سوځولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د کندوز ولایت چارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکز کې د یوې کورنۍ ټولو غړیو د لوږې او نیستۍ له امله سوځولي دي.

د کندوز د امنیه قومنداني ویاند سید سرورحسیني وايي چې دغه کورنۍ د کندوزښار  په درېیمه امنیتي حوزه کې اوسېدله او د کورنۍ مشر شپږ میاشتې وړاندې په نشه يي توکو د روږدېدو له امله خپله کورنۍ پرې اېښې ده.

د سرچینې په قوله د دې کورنۍ مشري د یوې ښځې کوله چې د لوږې له امله يې د ځان په ګډون دوه لوڼې او نهو زامنو ته اور اچولی چې حالت يې د اندېښنې وړ نه دی.

ویل کېږي د دې کورنۍ چې د درېیمې امنیتي حوزې په دوخیل قدیم کې اوسېدله د اولادونو عمرنه د ۱۵ او ۱۸ کلونو ترمنځ دی،  خو بیا يې هم دوو نارینه اولادونو د کور ستونزې نه شوای حل کولای.

سید سرور حسیني رسنیو ته ویلي دي چې د کورنۍ د مشرې خاوند د خپل اعتیاد له امله د کور ټول سامانونه پلورلي وو او دې ګنې کورنۍ خپلې ستونزې نه شوای زغملی.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم په کندوز ولایت کې یوې مېرمنې د لوږې او نیستۍ له امله خپل زوی پلورلی و.

یاده دې وي د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې هم ورته ګڼې پېښې شوې دي چې د نړیوالو مرستو سربېره په هېواد کې دومره فقر او نیستۍ چې ځانوژنه را پیدا کړي شنونکو اندېښمنوونکې ګڼلې.

ویل کېږي په ټولنه کې د زکات، صدقې او له بې وزلو سره د مرستې نه کول د دې علت شوی دی چې د ټولنې ځينې غړي بډای او ځينې نور بیا سوالګري ته مجبور شي.

په اسلامي نظام کې د زکات د منکرینو په وړاندې مبارزه شوې ده او زکات ورکول يې د همدردۍ، اتفاق او عمومي بډاينې او خواخوږۍ وسیله بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x