د معلم اول ګل کورنۍ وايي هغه بې ګناه و

teacher_awal_gulپه ګوانتنامو زندان کې د مړه شوي بندي معلم اول ګل کورنۍ وايي هغه بې ګناه و او د لسو کلونو زندان په موده کې ورباندې جرم ثبوت شوی نه دی .

د معلم اول ګل زوی عبيدالله وايي د پلار په مرګ سخت خواشينی شوی دی.

دی وايي پلار يې نه له القاعده او نه له طالبانو سره اړيکي لرل. عبيدالله وايي که يې پلار له القاعدې يا طالبانو سره اړيکي لرل نو ولې د لسو کلونو بند په اوږدو کې پرې جرم نه دی ثابت شوی .

دمعلم اول ګل ورور بي بي سي ته وويل چې له معلم اول ګل سره يې ټيلېفوني اړيکي هم درلودل خو هېڅکله هم هغه ورته نه دي ويلي چې ناروغ دی .

دامريکا پوځ پنجشنبه وويل په په ګوانتانامو زندان کې يو افغان بندي پر يو سپورټي ماشين له تمرين وروسته ولوېد او بيا مړ شو.

معلم اول ګل ۲۰۰۲ کال کې له طالبانو او القاعدې سره د تړاو په تور نيول شوی و.

د امريکا د پوځ يوې اعلاميې ويلي دغه بندې تېره سې شنبه په طبيعي ډول مړ شوی دی.

په اعلاميه کې ويل شوي معلم اول ګل له تمرين وروسته شاور ته لاړ او نورو بنديانو بيا د بيړنۍ مرستې لپاره د زندنان ساتندويانو برخې ته يووړ.

په اعلاميه کې ويل شوي چې ساتندويانو سمدلاسه روغتيايي کارکوونکيو ته خبر ورکړ، چې ودانۍ ته په رسېدو يې بندي بې هوښه وموند.

د راپه هوښونې هڅو له پاتې راتلو وروسته بندي مړ اعلان شو.

د امريکا پوځ ويلي د معياري تدبيرونو له مخې د سمندري ځواکونو جنايي پلټنې ادارې د پېښې په اړه پلټنه پيل کړې چې د مړينې لامل ومومي، او بيا به يې مړی افغانستان استوي.

د امريکا پوځ وايي معلم اول ګل د طالبانو يو کس او هم په جلال اباد کې د يوې اډې قوماندان و، چې د دوی په وينا يې د القاعدې له مشر اسامه بن لادن سره اړيکي درلودل.

له هغه راهيسې چې د ۲۰۰۲ په جنورۍ کې د امريکا سمندري ځواکونو په ګوانتانامو اډه کې دغه زندان پرانيستل شوی، دی اووم بندی چې تر اوسه په ګوانتامو کې مري.

د ګوانتانامو بنديان

يو بل د کولمو سرطان له ناروغۍ مړ شوی، او پنځه نور بيا داسې ښکارېده چې ځان وژنه يې کړې وي.

پر افغانستان د امريکا له يرغل راهيسې په ګوانتامو کې نژدې ۸۰۰ بنديان وو، ځينې يې خوشي شوي، او ځينې نور يې خپلو هېوادونو ته استول شوي دي. په دغه زندان کې لا تر اوسه ۱۷۲ بنديان دي.

بي بي سي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د