افغانستان

چارواکي: نوزاد ولسوالي هم د سقوط په درشل کې ده

نن ټکی اسیا (چارشنبه، د تلې۳۰مه، ۱۳۹۳ل):د هلمند ولایت په ۱۴۰ کیلومترۍ کې پرته د نوزاد ولسوالي ولسوال وايي، چې ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده او د نه پاملرنې له کبله ښايي ډېر ژر د طالبانو په ولکه کې ورشي.

د نوزاد ولسوال سید مراد سادات له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال څرګنده کړې، چې په دې ولسوالي کې حکومت یوازې د ولسوالۍ تر ودانۍ پورې محدود دی او پولیس او امنیتي ځواکونه نشي کړای، چې سېمه کې امنیت او حکومتولي راولي.

د ښاغلي سادات په خبره دا ولسوالۍ له تېر یوه کال راهیسې د طالبانو تر ټينګې محاصرې لاندې ده او امنیتي ځواکونه د دې جوګه نه دي، چې په سېمه کې پوستې او حکومتي تاسیسات خوندي کړي.

د نوموړي په خبره : « حکومتولي نشته، د خلکو او حکومت تر منځ فاصله زیاته ده، ښوونځي تړلي دي، پوستو ته اکمالات نه کېږي، د ولايت مقام او اړونده ادارې د ستونزو د حل په موخه هېڅ اقدام نه کوي .»

همداراز د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي هم شکایت کوي، چې حکومت یې د سر و مال او استوګنځي د امنیت په تامین کې پاته راغلی.

د نوزاد د ټولنیزې شورا مرستیال او یو تن قومي مشر حاجي عبدالمحمد هم د خلکو ستونزو ته ګوته نیسي او وايي،چې په ولسوالۍ کې له تیر یوه کال راهیسې محاصره ده، جنګ او جګړې دي، کښت او کروندې نشته ، د خلکو او حکومت تر منځ واټن خورا ډېر شوی دی.

د ده په خبره د سېمي زیاتره اوسېدونکي لښکرګاه او نورو سېمو ته کډه شوي دي . حکومت له ورسره شویو ژمنو سره سره تر اوسه هېڅ مرسته نه ده کړې.

رسنیو ته د چارواکو له لورې د رسېدلو معلوماتو له قراره دا په روان کال کې پر له پسې څوومه ولسوالي ده،چې د طالبانو په لاس له سقوط سره مخامخ کېږي. له دې وړاندې  په دې لنډه تېره موده کې د نورستان دواب، د غزني اجرستان، د فاریاب دوې ولسوالۍ او د زابل نوبهار ولسوالۍ سقوط شوې او د طالبانو تر ولکې لاندې راغلي.

یاده دې وي،چې طالبانو د زابل د نوبهار ولسوالۍ له نیولو سره جوخت د خپل نفوذ او واک په اړه یو مستند ویډیويي راپور هم د رسنیو په واک کې ورکړی و.

د شنونکو په باور، هلمند په امنیتي برخه کې د تېر حکومت ملا ماته کړه، نوی حکومت ته به د یوې سترې ننګونې په توګه ګرانه وي، چې د هلمند او شاوخوا اطرافي سېمو امنیت کابو او په نسبي توګه تامین کاندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x