نظــر

امريکا له افغانستانه د وتلو لنډمهاله لار نه لري

ليکوال: کول بي ری « Kul B. Rai » د امريکا سويلي کنيټيکټ پوهنتون کې د دکتورا مرحلې د سياسي علومو پروفيسر دی

ژباړن: جرس

له اوږده انتظار او ناندريو وروسته تېره مياشت نوي حکومت امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ او له دې وروسته به امريکا۹۸۰۰ عسکر افغانستان کې پريږدي او د دې تر څنګ به د ناټو هم يو شمېر عسکر افغانستان کې پاتې وي.

د دغو عسکرو شمېر به د راتلونکي ۲۰۱۵م کال په ترڅ کې تر پنځه زرو راکميږي او د ۲۰۱۶م کال تر پايه به دغه پاتې عسکر هم له افغانستانه وځي.

کېدای شي، د امريکا ولسمشر بارک اوباما به هيله من وي، چې د خپلې تر پايه به د افغانستان او عراق جګړو ته د پای ټکی کيږدي، مګر ځمکني حقايق دا دي، چې اوباما په ښکاره ډول ناکام دی او دی نه شي کولای، چې دغو دواړو هېوادونو کې روانې امریکايي جګړې پای ته ورسوي.

۲۰۱۱م کال کې امریکايي عسکر له عراقه ووتل او اوباما خپل ولس او نړۍ ته وويل، چې ده خپله ټاکنيزه ژمنه پوره کړه او د عراق جګړې ته يې د پای ټکی کيښود.

اوس چې امريکا يو ځل بيا عراق ته خپل عسکر او نظامي سلاکاران ولېږل، نو اوس داسې ښکاري، چې دغه جګړه ډېر ژر پای ته رسيدونکې نه ده او امريکايي عسکر به دغه هېواد کې تر ډېر ایسار وي.

افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو د دواړو نوماندانو تر منځ څلور مياشتنۍ شخړو او ناندريو طالبانو ته دا چانس په لاس ورکړ، چې خپل ځان نور هم قوي کړي او د خپل ځواک ساحه نوره هم پراخه کړي.

امريکا د ايتلافيانو په مرسته ۲۰۰۱م کال اکتوبر مياشت کې پر افغانستان يرغل وکړ او د طالبانو پنځه کلن حکومت يې نسکور کړ.

هغه مهال يو شمېر کارپوهانو ويلې، چې افغانستان کې جګړې پای ته ورسيدې، مګر د کارپوهانو وړاندوينې په بشپړه توګه غلطې وختې.

اوس يو شمېر کارپوهان بيا وړاندوينه کوي، چې راتلونکو دوو کالو کې ټول امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي او دغه هېواد کې د امريکا مسؤوليت پای ته ورسيږي.

رښتيا خبره دا ده، چې طالبان تر اوسه د افغانستان يو غښتلی ځواک دی او کولای شي، چې ډېر چټک بريدونه او چاودنې وکړي.

ډېری افغانان اشرف غني احمدزی خپل سړی نه بولي، ځکه چې هغوی فکر، چې اشرف غني امريکا کې را لوی شوی او د هغه هېواد پخوانی تابعيت لرونکی دی او اوس هم د افغانستان په پرتله د امريکا ګټو ته ژمن دی.

بل پلو پاکستان د تروريز ضد جګړ کې د امريکا يو مهم ايتلافي هېواد دی. د افغانستان په اړه یې پاليسي مبهمه ده او څوک نه پوهيږي، چې د افغانستان په اړه يې اصلي پاليسي څه ده او له همدې امله د تروريزم ضد جګړې د بريا چانس نور هم په کمېدو دی.

افغانستان د پخواني ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ کې نور د امريکا او پاکستان باوري ايتلافي نه و، ځکه چې کرزي په خپلو وروستيو خبرو کې پر امريکا او پاکستان نيوکې کولې او دواړه هېوادونه يې افغانستان کې د سولې مخالف بلل.

د امريکا په اړه د پاکستان او افغانستان فکر او نظر هم طالبانو ته نور ځواک وربښي، ځکه چې دواړه هېوادونه وايي، چې د امريکا له مرستې پرته د طالبانو پر ضد جګړه نه شي کولای.

د پاکستان او افغانستان ډېری ولس امريکا خپل دښمن بولي او پر هيڅ خبره يې باور نه کوي.

دا رښتيا خبره ده، چې طالبان اوس د پخوا په پرتله قوي دي او امريکايي عسکر بايد ژر له افغانستانه ونه وځي او په لنډه موده کې د امريکايي عسکرو وتل به د ماتې په معنا وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x