نړۍ

طاهر القادري خپلو پلویانو ته د اعتراضونو د ختمولو امر وکړ

نن ټکی اسیا (چارشنبه، د تلې۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان د عوامي ګوند مشر طاهر القادري ، چې پلویانو یې له څه دباندې دوو میاشتو راهیسې په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند له پلویانو سره اوږه په اوږه د نواز شریف د حکومت پر ځای د انقلاب د را وستلو لپاره په اعتراضونو لاس پورې کړی و؛ خپلو اعتراضونو ته د پای ټکی کېښود.

د ښاغلي القادري له امر سره سم، د هغه پلویانو نن له پلازمېني اسلام اباد نه بسترې په شا او د خپلو استوګنځیو په لور وخوځېدل.

طاهر القادري ومنله، چې که څه هم د دوی انقلاب رنګ را نه ووړ؛ خو دوی اوس د خپلو اعتراضونو دوهم پړاو ته چې په بېلابېلو ښارونو کې به د اعتراض په دود دوه ورځنۍ ناستې ترسره کېږي، ستانه شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د محرم د میاشتې د درناوي لپاره په خپلو اعتراضونو کې یوه میاشت دمه کوي او د را روانې – نومبر- د میاشتې په ۲۳مه به د خپلو دوه ورځنیو اعتراضي ناستو لړۍ له ایبټ اباد ښار نه پيل او په تدریج سره د سند ایالت تر مرکز – کراچۍ- ښار پورې وغځوي.

قادري وویل، چې دا پریکړه یې د خپلو متحدینو په سلا مشوره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x