نړۍ

د کاناډا پارلمان کې ډزې شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، د تلې۳۰مه، ۱۳۹۳ل): يو وسله وال د کاناډا پارلمان کې پر امنيتی ځواکونو ډزې کړي او يو عسکر يې ټپي کړی دی.

کاناډايي رسنۍ وايي، چې په نوې وسلې سمبال سړی د کاناډا پارلمان ته ننوت او پر امنيتي ځواکونو ډزې وکړې او يو عسکر يې ټپي کړ.

د پوليسو په ځوابي ډزو کې وسله وال بريدګر وژل شوی دی.

امنيتي چارواکو د پارلمان ټولې لارې تړلي او فکر کوي، چې کېدای شي، نور بريدګر پارلمان کې موجود وي او دوی يې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

کاناډايي چارواکي وايي، چې له پېښې وروسته لومړی وزير خوندي ځای ته لېږدول شوی او دفتر يې د هر ډول کارونو او راتلونکو خلکو پر مخ تړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x