د هرات محبس

هرات: تر زرو تنو زیاتو بندیانو اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د هرات ولايت په مرکزي زندان کي بنديانو يو ځل بيا په اعتصاب لاس پوري کړی او د هرات ولايت د عدلي او قضايي ارګانونو د مسئولينو ګوښه کېدل يې غوښتي دي.

د دغه زندان يو تن بندي له خورا سختو شرايطو سره سره توانېدلی چي له نن ټکي اسيا سره اړيکه ونيسي او د بنديانو د اعتصاب په اړه د موبایل له لارې معلومات ورکړي. نوموړی بندي وايي چي له تېرو دريو ورځو راهيسي له زرو تنو زياتو بنديانو په اعتصاب لاس پوري کړی او د هرات ولايت د قاضيانو او څارنوالانو د ګوښه کېدو غوښتنه کوي. د ده په وينا بنديان ځکه د قاضيانو او څارنوالانو د ليري کېدو غوښتونکي دي چي له دوي سره د دوسيو په برخه کي سخت ظلم کوي او د افغانستان د عدلي او قضايي قوانينو په خلاف فيصلې کوي. نوموړی بندي وايي چي د هرات ولايت قاضيان او څارنوالان له بنديانو د دومره پيسو غوښتنه کوي چي د ډېرو له وسه وتلي وي همدا وي چي مالداره خلک يا خوشي کوي او يا ډېر کم قيد ورکوي او غريبان که څه هم وړوکی جرم ولري او يا هيڅ مجرم نه وي د پيسو د نه ورکړي له امله په اعدام او يا شپاړس کاله قيد محکوميږي .

له هرات زندانه اړيکه نيوونکی بندي وايي چي نن چهارشنبه ( اکتوبر ۲۲ ) د محبس مدير د يو شمېر وسله والو په ملګرتيا غوښتل چي پر بنديانو بريد وکړي او په زوره اعتصاب مات کړي خو د بنديانو له کلک غبرګون سره مخ سول او بنديانو د دوي پر مخ د بلاکونو دروازې وتړلې. نوموړی وايي چي بنديانو نن ورځ د ډوډۍ له اخيستلو هم انکار کړی او اعتصاب ته يې دوام ورکړيدی .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د