افغانستان

په بېلو پېښو کې نن لږ تر لږه لس اولسي کسان وژل شوي او زیات شمیر ټپیان شوي

kanduz_blast_2010نن ټکی اسیا: په جلا جلا پېښو کې نن لږ تر لږه لس کسان وژل شوي، او څو نور ټپیان شوي دي.

اوله پېښه چې په هلمند کې منځته راغله، بهرني ځواکونو په د اولسي خلګو په یوه بس باندي ډزي وکړې او لږ تر لږه یې 2 اولسي خلګ ووژل او یو بل یې سخت ژوبل کړی.

ناټو په خپل یوه بیانیه کې ویلي چې ددوي پر ګزمې باندي ډزي شوي وي، مګر دوی نه پوهیږي چې اولسي خلګ د چا په ډزو وژل شوي.

 

په یوه بله پېښه کې چې په کندهار د چاوندني په صورت کې منځته راغله، لږ تر لږه یې یو کس وژلی او د یو ښځي سره یې دوه ماشومان سخت ټپیان کړي.
او په یوه بله پېښه کې یو پولیس د نامعلومو ولسوالو کسانو له خوا ویشتل شوی او وژل شوی دی.
بلي خواته د افغانستان په شمال کې د قندوز په ولایت کې د یوه بم په چاوندنه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي، او څو نور ټپیان شوي دي.
د یادوني وړ ده چې تیر کال د ځینو رپورټونو له مخي په تیر کال کې 2500 کسان وژل شوي، او دا ښه یی چې نه بهرني ځواکونه او نه افغان حکومت په دې توانیدلی چې د اولس امنیت خوندي وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x