fbpx

۷۰۰۰ افغان پوځیان دکوم هدف لپاره ووژل شول؟

اسمانه کړنګ وهه را پریوزه ، کالم : تیره ورځ رسنیو د دفاع وزارت د ویاند جنرال ظاهر عظیمي له خولې رپوټ ورکړ چې په تیرو ۱۲ کلونوکې نیږدي ۷۰۰۰ افغان پوځیان له وسله والو طالبانو سره په جګړوکې وژل شوي دي.

انسان د اشرف المخلوقات په حیث د الله تعالی تر ټولو غوره مخلوق دی چې د ځمکې پرمخ یې د خپل خلافت لپاره پیدا کړی او د هغه پرغاړه یې د خپل عبادت ترڅنګ ډیر ستر امانت اومسؤلیتونه وراچولي دي.

دغه سترامانت د الله عبادت ، د الله پرځمکه د الهي نظام حاکمیت او د دغه حاکمیت لپاره خپل ژوند وقف کول دی.

انسان مکلف دی چې خپل ژوند د دغه ستر امانت دتعمیل په لاره کې تیرکړي او که وژل کیږي نو په داسې لاره کې باید ووژل شي چې هم ورته د ژوند ویاړ او هم د اخروي سعادت ترلاسه کولو لامل وي.

افغانستان له تیرو ۱۴ پیړیو راهیسې د اسلام دمقدس دین دخپراوي اواشاعت په لاره کې تاریخي رول لرلي او مسلمانو افغانانو د تاریخ په اوږدوکې د اسلام دحاکمیت، دفاع او اشاعت په لاره کې نه هیریدونکي کارنامې ترسره کړې.

مسلمانو افغانانو له انګلیسي استعمار څخه د خپل هیواد استقلال د اسلامي جهاد په برکت تر لاسه کړی ، اوهمدارازیې شوروي سور پوځ دجهاد او اسلامي مبارزي په برکت له خپل هیواد څخه شړلی دی.

د انګلیسي او شوروي یرغلګرو په مقابل کې د افغانانو جهاد اوسرښندنه او په دې لاره کې د هغوي وژل کیدل (شهادت) هغه ستر تاریخي ویاړدی چې نه یواځې افغانان ،بلکي ټول اسلامي امت به د ابد لپاره ورباندې ویاړي.

اوس چې زمونږ اسلامي هیواد یوځلي بیا داجنبي یرغلګرو تر اشغال لاندې او افغان مسلمان ملت یې د خپل عقیدوي مسؤلیت له مخې په اسلامي مقابله لګیادی له بده مرغه یوشمیر افغانان د دې په ځای چې له خپلې عقیدې او خاورې څخه د دفاع په لارکې ووژل شي برعکس د یرغلګرو د مصالحو د دفاع په لاره کې وژل کیږي او په دې تاواني مرګ سره هم دخپل ځان ، هم دخپلې کورنۍ او هم دخپل قوم لپاره تر ټولوشرموونکی له پیغوره ډک نوم ترشاپریږدي.

سره له دې چې نن به د اجنبي اشغال د مدافعینو لخوا د دغو ۷۰۰۰ وژل شویو افغان پوځیانو لپاره ډول ډول دافتخار نومونه کارول کیږي ، خو مسلمان افغانان دخپلو اسلامي معتقداتو په رڼاکې په دې خبره پوهیږي چې دغه وژل شوي کسان دخپل هیواد د اشغال او اشغالګرو د دفاع په لاره کې هغه بي هدفه قربانیان دي چې نه یې په ژوندکې دیادونې وړ کارنامه ترلاسه کړې او نه یې د خپل سر په بایللو سره اخروي سعادت ګټلی.

له ډیره بده مرغه هغوي د تاریخ داسې بدنامه قربانیان دي چې بدنامي یې یواځې په دوي پوري حصرنه ، بلکې هغه به د دوی د کورنیو او خپلوانو لپاره تلپاتې پیغور وي چې نسلونه نسلونه به یې له امله د خجالت او شرمندګي احساس کوي ؛ ځکه هغوی په افغانستان کې دهغوغربي دیمکراتیکو لاسته راوړنو لپاره وژل شوي چې یواځې دبهرنیانو د رضایت لپاره په هیواد کې عملي شوي ، دغه لاسته راوړنې نه دافغانانو لپاره دي او نه افغانان ورته ضرورت لري.

له همدې امله د دوی قرباني نه مادي افتخار لري او نه اخروي سعادت ، ددغو وژل شویوکسانو دلارې پاتې لارویان باید د هغوی له تأسفناکې مړینې عبرت واخلي او پري نږدي چې نور هم په بي هدفه ډول په داسې لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړي چې نه ورته دنیايي منفعت لري او نه هم اخروي سعادت.

اسمانه کړنګ وهه را پریوزه، د استاد عبدالرحیم ثاقب کالم، نن ټکی اسیا

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Yousaf
میلمه
Yousaf

Dear,
That is good for UK ,USA ,
good project but in both side Talib also afghan & Mili Police urdoo also afghan Muslim but good way to killed them No Probleme Afghan Muslim Killed that is good