اسلام او د خلکو ستونزې

لیکوال: حامد افغان

په ټولیزه توګه د مسلمان امت او په ځانګړې توګه زموږ د افغاني ټولنې له ګڼ شمیر ستونزو یوه لویه ستونزه دا ده چې زموږ ډیرو مهمو او حياتي موضوعاتو ته توجه او اهتمام کم ده او په کم اهمیته یا اهمیت نه لرونکو موضوعاتو بوخت یو، بلکي ډیر ځله خو داسي کیږي چې اهم او ډییر ضروري کارونه پاته وي موږ په بې ګټې کارونو بوخت یو او آن کله خو په داسي کارونو بوخت یو چې هغه د ګټې په ځای تاوان لري. علماء د “اهم او مهم ” په اړه تفصيلات وړاندي کوي چې په ټولیزه توګه د اهم کار مخته کول لازمي دي او دا یوه “بدیهي شرعي ” قاعده بلل کیږي.

هر انسان خیر او شر پیژني، لکه الله جل جلاله چې وایي: موږ انسان ته د خیر او شر دواړه لارې ورښوولې دي، وهديناهُ النَّجْدين، خو لکه چې ویل کیږي: هغه څوک هوښیار دی چې د دوو خیرونو یا دوو ښو غوره خیر پیژني څو د غوره خیر د ترلاسه کولو کوښښ وکړي او دا راز هوښیار هغه دی چې د دوو شرونو زیات شر پیژني څو ځان ور نه وژغوري. په ژوند چارو او دیني موضوعاتو کې لومړی ډیر مهم، بیا مهم، کم مهم … غوره کول هم د همدې هوښیاري برخه ده، په دې لړ کې په لنډه توګه له قرانکریم او حديثو نه څو دلایل را اخلم.

د مکې مشرکینو د مکې او حرم په تولیت، خدمت، د حرم په ابادولو او د حاجيانو په چوپړ او هغو ته اوبو ورکولو فخر کاوه او دا کار یې په الله او اخرت له ایمان او د الله په لار کې له جهاده هم غوره باله، د دوی دا کار غلط و ځکه دوی مهم یا کم مهم کار له اهم کار نه مخکي کړی او غوره ګرځولی و او دا غلطي یې الله جل جلاله داسي بیان کړې ده: أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَوُونَ عِنْدَ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ * التوبة: 19. یعني ایا تاسو حاجيانو ته اوبه ورکول او د حرم د جومات ابادول داسي ګرځولي دي لکه څوک چې په الله او اخرت ایمان لري او د الله په لاره کې جهاد کوي، دوی د الله په نزد سره برابر ندي، او الله ظالمانو ته هدایت نه کوي.

په دې لاندي حدیث کې یمن ته د معاذ رضی الله عنه د لیږلو کیسه ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته د اسلامي دعوت لاره ورښیې او ورته وایي چې پیل په اهمو کارونو وکړه کله چې هغوی ډیر اهم کار ترسره کړي بیا مهم کار ورښیه، لکه لومړی د توحید کلمه ویل، بیا پنځه لمنځونه کول او بیا زکات ورکول. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته په ښکاره وایي: فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ ، فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ خَمْسَ صَلَوَاتٍ فِى كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ ، یعني کله چې هغوی ستا سره د توحید کلمه (اهم خبره) ومني بیا په شپه اور ورځ کې د پنځو لمنځونو (مهمه خبره) ورته ووایه، عن ابن عباس – رضي الله عنهما – أن النبي – صلى الله عليه وسلم – لَمَّا بعث مُعاذًا إلى اليمن قال له : إِنَّكَ سَتَأْتِي قَوْمًا أَهْلَ كِتَابٍ ، فَإِذَا جِئْتَهُمْ فَادْعُهُمْ إِلَى أَنْ يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ، فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ ، فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ خَمْسَ صَلَوَاتٍ فِى كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ ، فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ صَدَقَةً تُؤْخَذُ مِنْ أَغْنِيَائِهِمْ فَتُرَدُّ عَلَى فُقَرَائِهِمْ ، فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ فَإِيَّاكَ وَكَرَائِمَ أَمْوَالِهِمْ ، وَاتَّقِ دَعْوَةَ الْمَظْلُومِ ، فَإِنَّهُ لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَ اللَّهِ حِجَابٌ. رواه البخاري و مسلم.

باید ووایو چې زموږ له پاره د چارو او عباداتو د اهمیت معيار اسلامي شریعت دی او له لوړ تفصيل نه راته معلومه شوه چې د اهم، مهم، کم مهم او.. پیژندل شرعاً ضروري دي او بیا د اهم مخکي کول لازمي دي دا مهمه موضوع په “فقه الاولویات” سره یادیږي، دا خبره مي د وخت د یوې ډیرې اهمې موضوع په اړه رانښلولې ده چې هغه موضوع “اسلام او د خلکو ستونزې ” ده، غواړم په دې موضوع تفصيلي لیکنه وکړم ځکه دا د وخت خورا مهمه موضوع ده دا چې موږ غیر مهمه ګرځولې او بللې ده هغه زموږ کمزوري او ناراستي ده او بل دا له هغو اهمو موضوعاتو نه یوه مهمه موضوع ده چې موږ شاته کړې ده او له دې ډیرې کم اهمیته یا بې اهمیته موضوعات مو مخته کړي دي. په دې موضوع (اسلام او د خلکو ستونزې) کې په دې خبره ګړیږو چې اسلام د عامو خلکو ستونزو ته څومره اهمیت ورکړی ده؟ اسلام د بېوزله کسانو مرسته څومره مهمه بللې ده؟ اسلام د یتیم پالنې ته څومره اهمیت ورکړی ده؟ اسلام د بې اسرې او محتاجو خلکو لاسنیوی څومره لوی د اجر او ثواب کار بللی ده؟ او داسي نور.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د