افغانستان

ميدان وردګ: د ناټو پنځلس اکمالاتي ټېلر تخريب او شپاړس عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د لړم ۱  ۱۳۹۳ل)  د ميدان وردګ ولايت سيداباد ولسوالۍ پر لويه لار د ناټو پر اکمالاتي ټېلرو د جلاجلا وسله والو بريدونو په نتيجه کې پنځلس ټېلر سوځول شوي او شپاړس عسکر وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چې تېره ورځ د يادې ولسوالۍ سلطانخېلو سيمه کې د ناټو پر اکمالاتي ټېلرو وسله بريد وشو، چې له امله يې د کاروان اووه ساتونکي عسکر ووژل شو او شپږ نور ټپيان شول.

په دغه بريد کې دوه رينجر، يو ټانک او ګڼ اکمالاتي ټېلر هم تخريب شوي دي.

د يو بل خبر له مخې د سيداباد ولسوالۍ هفت اسيا سيمه کې هم د ناټو پر اکمالاتي ټېلرو د بريد له امله درې کانټيري ټېلر وسوځول شول او درې ساتونکو عسکرو ته يې مرګ ژوبله واوښته.

خبرکاږي، چې تېره ورځ دوه بجې د مېدان وردګ سارالارو پر لويه لار هم د بهرنيو عسکرو پر کاروان بريد وشو، چې تر ماذديګر پنځو بجو يې دوام وکړ.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دغه بريد کې يو زرغره وال ټانک او د ناټو باروړونکي لس ټېلر سوځول شوي دي.

خبر زياتوي، چې د سالارو په جګړه کې لږ تر لږه اته عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ذبيح الله مجاهد وايي، چې د درې واړو بريدونو په تنيجه کې د ناټو پنځلس اکمالاتي ټېلر سوځول شوي او شپاړس عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x