افغانستان

طالبان وايي په پرونۍ ویشتل شوې چورلکه کې یې 11بهرنیان وژلي

جورلکه تیره ورځ سهار اته بجې دننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار ته څیرمه دسرحدي لیوا ته نژدې سیمه کې دایساف یوه چورلکه دطالبانو له خوا په راکټ وویشتل شوه او راوغورځیده .

دایساف ځواکونو دچورلکې غورځیدل منلي خو دتلفاتو په اړه یې دمطبوعاتو په واک کې څه نه دي ورکړي.

له بلې خوا دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي په ننګرهار کې غورځیدلې چورلکه طالبانو ویشتلې او پکې ناست   یوولس تنه امریکايی عسکر یې ټول وژلي.

 

نوموړي زیاتوی دوي دوي دسرحدي لیوا دننه له یوې موثقې منبع نه خبر ترلاسه کړي چې په چورلکه کې ناست پوځیان امریکایان وو او یو هم ژوندي نه دي پاته شوي،نو موړي وایی کوم کس چې دوي ته معلومات ورکړي هغه دخپلو سترګو لیدلي حا ل ورکړي.

دایساف مطبوعاتی ویاند او نه هم دولتی چارواکو تراوسه پوري ددې خبر دردلواو تصدیق په اړه څه نه دي ویلي.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x