دیني، سیرت او تاریخ

خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه وصیت (۱۴)

ليکوال: حامد افغان

میلمه پالنه

کوربه باید میلمه ته هغه څه وړاندي کړي چې سمدستي یې په کور کې موجود وي او میلمه باید په خوشالي او ورین تندي هغه څه وخوري چې مخته یې کېښودل شي، په حدیث کې راغلي چې کم او کمزوري خواړه باید سپک ونه ګڼل شي، ابوهريره رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به ویل: ای مسلمانو میرمنو! یوه ګاونډۍ دي د بلې له خوا د پسه کمه غوښه لرونکي هډوکي سپک نه بولي. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: كان النبي صلى الله عليه وسلم يقول: “يا نساء المسلمات، لا تحقرنّ جارةٌ لجارتها ولو فِرْسنَ شاةٍ”. رواه البخاري.

امام ابن حبان رحمه الله وایي: هوښیار انسان باید د الله کم او کمزوری نعمت هم سپک ونه ګڼي، د هغه چې څه په وس کې وي باید میلمه ته یې وړاندي کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د جعفر بن ابي طالب رضي الله عنه په باره کې وایي: دی د مسکینانو په باره کې تر ټولو خلکو ښه دی، دی به کورته ولاړ په کور کې به یې چې هر څه و هغه به یې په موږ خوړل، آن تر دې پوري چې د غوړیو او شاتو ژی به یې موږ ته را وایست په هغه کې به څه نه و موږ به دوه ځایه کړ او څاټه به مو. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ : وَكَانَ أَخْيَرَ النَّاسِ لِلْمِسْكِينِ جَعْفَرُ بْنُ أَبِي طَالِبٍ كَانَ يَنْقَلِبُ بِنَا فَيُطْعِمُنَا مَا كَانَ فِي بَيْتِهِ حَتَّى إِنْ كَانَ لَيُخْرِجُ إِلَيْنَا الْعُكَّةَ الَّتِي لَيْسَ فِيهَا شَيْءٌ فَنَشُقُّهَا فَنَلْعَقُ مَا فِيهَا . رواه البخاري موقوفا.

که څوک د میلمه له پاره د ښو خوړو او غوښو په لټه کې وي او کمزوري خواړه یې نفس نه مني نو که کوم وخت په کور کې ښه خواړه ونلري له میلمه به ځان پټوي باید چې په کور کې څه موجود وي هغه په مینه او ورين تندي میلمه ته وړاندي کړل شي، د چا چې د الله رضا مطلب وي هغه په خدای ورکړیو شیانو سخا کوي لکه وایي: القاصد لوجه الله یجود بالموجود. امام اوزاعيُّ رحمه الله ته چا وویل: د میلمه احترام او اکرام څنګه وي؟ هغه ورته وویل: طلاقةُ الوَجْهِ، وطيبُ الكلام. یعني په ورین تندي ورسره مخامخ کیدل او خوږې خبرې. په دې کې شک نشته چې میلمه ته له ډیرو ښو خوړو د کوربه ورین تندی مهم وي او په ورین تندي او خوږو خبرو سره ډیر کمزوري خواړه خوندور ګرځي لکه تروش او ګونځې تندی چې خواږه او غوړ خواړه ترخوي او پیکه کوي.

د میلمه پالنې بحث په دې ښایسته نبوي کیسه پای ته رسوو، ابوهريره رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ یا یوه شپه د باندي ووت ابوبکر او عمر یې هم وموندل، هغوی ته یې وویل: تاسو دواړه په دې وخت کې ولي راوتلي یئ؟ هغوی وویل: يارسول الله لوږي را ايستلي یو، ده ورته وویل: په هغه ذات قسم چې زما روح یې په لاس کې ده تاسو چې څه شي را ايستلي یئ زه هم هغه شي را ايستلی یم، ځئ پورته شئ، هغوی ورسره ولاړ شول او د یوه انصاري کره ورغلل، هغه کور نه و خو چې ښځې یې ولیدل ورته ویې ویل: پخير راغلئ ستړي مشئ، رسول الله ورته وویل: فلانی چرته دی؟ هغې وویل: هغه اوبو ته تللی دی اوبه راوړي، هغه چې راغی رسول الله او د هغه دوو ملګرو ته یې وکتل او ویې ویل: الحمد لله نن زما کره دومره عزتمن ميلمانه راغلي دي چې د هیچا کره به داسي عزتمن مسلمانه نه وي، سړی ولاړ او د څو ډوله خورماو وښکالی یې ورته راوړ، دوی ته یې وویل: تاسو دا خورئ، دی ولاړ شو او چاړه یې ورواخیستله، رسول الله ورته وویل: ګوره پۍ ورکوونکې حلاله نکړې، هغه پسه حلال کړ دوی د پسه غوښې او خورماوې وخوړلې او اوبه یې وڅښلې.
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: خرج رسول الله صلى الله عليه وسلم ذات يوم أو ليلةٍ فإذا هو بأبي بكر وعمر فقال: “ما أخرجكما من بيوتكما هذه الساعة؟” قالا: الجوع يا رسول الله. قال: “وأنا والذي نفسي

بيده لأخرجني الذي أخرجكما، قوموا”، فقاموا معه، فأتى رجلاً من الأنصار، فإذا هو ليس في بيته، فلما رأتهُ المرأة قالت: مرحبًا وأهلاً وسهلاً، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ” أين فلان؟” قالت: ذهب يستعذب لنا من الماء. إذ جاء الأنصاري فنظر إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم وصاحبيه، ثم قال: الحمدُ لله، ما أحدٌ اليوم أكرَمَ أضيافًا مني. قال: فانطلق فجاءهم بعذق فيه بُسر وتمر ورطب، فقال: كلوا من هذه، وأخذ المُدية، فقال له رسول الله صلى الله عليه وسلم: “إياك والحَلُوب”، فذبح لهم، فأكلوا من الشاة ومن ذلك العذق وشربوا. رواه مسلم والترمذي.

بښنه او تسامح

امام ابو حنیفه رحمه الله خپل شاګرد ته د عفوې او بښنې خبره کړې ده، د بښنې او تسامح په موضوع زه ډیر څه لیکم او په دې اړه مي مخکي هم مختلف ایتونه او حدیثو تشریح کړي دي، دا ځکه چې زموږ په ټولنه کې بښنه او تسامح په نشت شمار ده، په خبرو کې خو کله کله بښنه ستایو او ښه کار یې بولو خو په عمل کې مو د بښنې او تسامح څرک نه لیدل کیږي، د عمل په ډګر کې پخپله د بښنې د ستایونکو له خولو د غچ او انتقام لمبې پورته کیږې او بښنه یې د هغې له ټولو ستاینو سره هیره کړې وي، بښنه او ستاینه موږ ته څوک ستايي او څوک یي د مثبت فکر په توګه زموږ له پاره مهمه او ګټوره بولي؟ علماء، پوهان او لیکوالان. ایا دوی عملاً هم خلکو ته د بښنې او تسامح درس ورکړی دی؟ متاسفانه نه یې ده ورکړی. او سلفو علماو موږ ته د عفوې او بښنې په باره کې خورا لوی درسونه پرې ایښې دي

د حسن البصري رحمه الله یوه کیسه سره لولو.

امام حسن البصري رحمه الله یوه شپه دا دعا کوله: اللهم اعف عمن ظلمني، یا الله په ما چې چا ظلم کړی وي هغه ته بښنه وکړه، او دا دعا یې بیخي زیاته تکرار کړه، یوه سړي ورته وویل: ای ابوسعيد! بیګا دي ټوله شپه هغه چا ته دعاوې کولې چې ظلم یې درباندې کړی ده، ما له ځانه سره ویل کاش زه هم له هغو کسانو وی چې په تا یې ظلمونه کړي دي، ده ورته وویل: الله جل جلاله وایي: فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُ‌هُ عَلَى اللَّـهِ. [الشورى40] یعني څوک چې بښنه وکړي او اصلاح وکړي هغه ته به الله اجر ورکوي. شرح البخاري ، لابن بطال ( 6/575).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x