
د کوټې سبزي منډۍ ته څېرمه پر موټر د ډزو له امله اته کسان ووژل شول
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د لړم ۱ ۱۳۹۳ل): د کوټې ښار هزارګنجۍ سيمې سبزي منډۍ ته څېرمه پر روان موټر د ناڅرګندو وسله والو د ډزو له امله اته کسان ووژل شول او ګڼ نور ژوبل دي.
امنيتي ځواکونو له پېښې وروسته سيمه کلابنده کړې او د وسله والو لټون يې پيل کړی دی.
مرستندويه ډلې د پېښې ځای ته رسيدلي او د پېښې ټول قربانيان يې د سيمې نژدې روغتونونو ته لېږدولي دي.
په ډزو کې د وژل شويو او ټپيانو هويت لا نه دی په ډاګه شوی.
د يادونې وړ ده، چې درې ورځې وړاندې هم د بلوچستان حب نومې سيمه کې د چرګانو د فارم اته مزدوران د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي وو.