افغانستان

زابل کې پنځلسو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱، ۱۳۹۳ل): د زابل ولایت په اتغر ولسوالي کې د دې ولایت له مرکزه یادې ولسوالي ته روان مرستندوی موټریز کاروان د طالبانو تر برید لاندې راغلی.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف نن رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ملګرو تېر مازیګر پر دې کتار برید کړی دی او پکې يې پنځلسو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د خبرپاڼې له قوله د طالبانو له لوري تېر مازیګر د اتغر ولسوالي د زاړه هوټل په غړۍ کلي کې تر برید لاندې راغی.

د طالبانو ویاند وايي چې په یاد برید کې يې له سپکو او درنو وسلو نه پکار اخیستلو شپږ عرادې موټر هم ویجاړ کړي دي.

دا په داسې حال کې دی  چې په ورته وخت کې د زابل په مرکز کې هم نښته رامنځته شوې ده. چې پکې څلورتنه عکسر وژل شوي دي.

ویل کېږي دغه نښته تېر ماسپښین شاوخوا درې بجې د کلات اړوند په سبکي پله سیمه کې رامنځ ته شوې ده، چې پکې دوه رینجر موټر هم له منځه تللي دي.

تر دې وړاندې هم د زابل ولایت له نوبهار هم د توندو بریدونه شاهده وه، چې په پایله کې يې ټوله ولسوالي د طالبانو لاس ته ولویده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x