افغانستان

د ایکسپریس توهیني مقالې لیکوال د بښنې وړ نه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم۱، ۱۳۹۳ل): نن د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې په یوه مطبوعاتي ناسته کې په د ګډ حکومت په مسوولینو غږ وکړ چې د ایکسپریس انګليسي ژبې ورځپاڼې کې د مقالې لیکوال زندیق دی او باید مجازات شي.

په یاده خبري ناسته کې د دې جبهې مشر انجینر احمدشاه احمدزي پخپلو خبرو کې وویل چې دا د دې دولت لومړی ازمېيښت دی چې باید ځان پکې بریالی کړي.

د دې جبهې بل غړي حاجي فرید احمد وویل چې دولت د پغمان د پېښې عاملین اعدام کړل له دې هم باید سترګې پټې نه کړي.

دوی په دولت ټینګار وکړ چې د ورځپاڼې دفتر ته دې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر مؤدبانه نه ورلېږل کېږي، بلکې خپل هغه ځانګړي ځواکونه دې ور ولېږي چې د شپې هم د خلکو په کورونو په زور ورننوځي.

د حاجي فرید له قوله دغسې خلک د بښنې وړ نه، بلکې د سخت مجازات لایق دي، که چېرته يې په وړاندې دولت بې وسه وي بیا نو باید محاکمه افغان ولس ته پرېښودل شي.

دوی وویل چې د دې جبهې غړو د خبرپاڼو په وېشلو په علماوو، خطیبانو او ټولو هېوادوالو غږ کړی چې سبا ورځ د یوې احتجاجي غونډې لپاره د کابل ښار عیدګاه مسجد کې سره راټول شي.

د خبري ناسته په پای کې د دې جبهې له لوري پريکړه لیک ولوستل شو چې پر له دولته يې د ایکسپریس ورځپاڼې د ادارې او د مضمون د لیکوال د شرعي مجازات غوښتنه کړې وه.

له کابله خپرېدونکې په انګلیسي ژبه خپرېدونکې ورځپاڼې د تلې د میاشتې په درویشتمه پخپله 451مه ګڼه کې اسلامي ارزښتونو ته له توهینه ډکه مقاله خپره کړې ده چې توند غبرګونونه يې راپارولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x