افغانستان

د ننګرهار مشهور جهادي قوماندان معلم اول ګل په ګونتانامو کې وفات شو

Guantanamo1د روسانو پر ضد دجهاد يو مشهور قوماندان معلم اول ګل د چهارشنبې په ورځ د ګونتانامو په زندان کې ساه ورکړه. پيښور کې دمعلم اول ګل ورور محمود د پنجشنبې په ورځ 2011-02-03 افغان اسلامي اژانس ته وويل چې نن په پيښور کې افغان کونسل او د امريکا د کونسلګيرۍ يو کارکوونکى ددي پيښې خبر ورکړ.

محمود زياته کړه ( نن 2011-02-03 مونږ په پيښور کې د افغانستان کونسلګيرۍ ته وروغوښتل شو کونسل او يو تن پاکستاني چې د امريکا د کونسلګيرۍ څخه راغلي ؤ مونږ ته وويل چې معلم اول ګل پرون د چهارشنبې په ورځ د ګونتانامو په زندان کې وفات شو). محمود په دي اړه چي هغه څه ډول وفات شو افغان اسلامي اژانس ته وويل (هغوي مونږ ته نور هيڅ ډول معلومات رانکړل خو ويي ويل چې مړى به يي په افغانستان کې درته وسپارل شي). محمود د خپلو څرګندونو په دوام وويل چې هغوي يوه مياشت دمخه په پيښور کې د سره صليب ددفتر له لاري د معلم اول ګل سره خبري کړي وي هغه روغ رمټ ؤ او د کومي ناروغۍ څخه يې شکايت نه درلود خو کله چې هغوي پرون 2011-02-02 يو ځل بيا دمعلم اول ګل سره د تماس نيولو لپاره په پيښو کې سره صليب ته ورغلل نو لمړى ورته وويل شول چې د تليفون تماس نه نيول کيږي او بيا يي وروسته خبر کړو چې معلم اول ګل وفات شوي دي. معلم اول ګل د روسانو پر ضد د جنګيدونکى قوماندان انجنير محمود د نژدي ملګرو څخه ؤ چې د القاعده د مشر اسامه بن لادن سره يې خورا نژدي اړيکي درلودلي. معلم اول ګل په کال 1996 کې د جلال اباد په نيولو کې د طالبانو سره خورا زياته مرسته کړي وه او بيا چې کله په کال 2001 کې د طالبانو حکومت ړنګ شو نو هغه د ننګرهار پخواني جهادي شورى ته د جلال اباد په ورسپارلو کې خورا مهم رول لوبولي ؤ. معلم اول ګل د قوماندان انجنير محمود د لوژستيکي کارونو او جګړو د مسئول په توګه په خوراپوه اوباتجربه قوماندانان شهرت درلود چي له همدي امله يي د عرب مجاهدينو سره هم نژدي اړيکي درلودلي . معلم اول ګل د دوه زره او يو ميلادي کال د د سمبر په 2001-12-23 نيټه د جلال اباد په ښار کې د قوماندان حضرت علي لخوا څوک چې دا مهال د افغانستان د وولسي جرګې غړي هم دي ونيول شو او بهرنيو قواوو ته د سپارل کيدو څخه وروسته د يو بندي په توګه د ګونتانامو زندان ته واستول شو چې د تيرو اتو (8) کلونو راهيسي يي د ګونتانامو په زندان کې شپي او ور‌ځي تيرولي. د ګونتانامو د زندان مسئولينو او هم په کابل کې افغان چارواکو تر اوسه پورې په دي اړه څه ندي ويلي.

—–

افغان اسلامي اژانس

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x