افغانستان

جنرال پيټروال: د افغانستان په اړه زموږ ارزونه غلطه وه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د لړم ۱ ۱۳۹۳ل): افغانستان کې د بريتانوي، عسکرو پخوانی مشر وايي، چې افغانستان کې د طالبانو د ځواک او جګړې په اړه د دوی ارزونې او اټکل غلط وو.

جنرال سر پيټروال بي بي سي انګريزي برخې سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی فکر کاو، چې د افغانستان لپاره يې د يو شمېر معلومو نظامي دندو لپاره عسکر په کار ګمارلي، مګر اوس په زغرده اعتراف کوي، چې دوی په خپلو اټکلونو کې تېروتي وو.

۲۰۰۶م کال هلمند کې د بريتانوي عسکرو مشر جنرال ايډ بوټلر وايي، چې د دوی عسکر د جګړې لپاره تيار نه وو او د جګړې لپاره يې په کافي اندازه وسايل هم نه درلودل.

د بريتانوي چارواکو له قوله ۲۰۰۱ م کال څخه تر اوسه افغانستان کې ۴۵۳ بريتانوي عسکر وژل شوي او زرګونو نور ژوبل دي.

افغانستان کې د جګړې پر مهال امريکا او بريتانيا پر عراق هم بريد وکړ او ۲۰۰۴م کال کې عراق کې سخته جګړه روانه وه او هغه مهال هم بريتانوي نظامي چارواکو ويل، چې پر يو وخت په دوو محاذونو کې نه شي جنګيدای؛ ځکه چې دوی دومره وسايل نه لري، چې دوه ځايه پرې وجنګيږي، مګر دوی بيا هم ناټو سره خپله وعده پوره کړه او درې زره بريتانوي عسکر يې افغانستان ته د جګړې لپاره ولېږل.

جنرال وال بي بي سي ته وويل، چې دوی د افغانستان په اړه د جګړې کوم اټکل کړی و، په بشپړه توګه غلط و او دی پر دې خبره اعتراف کوي.

د بريتانيا نظامي چارواکي هيله من و، چې د عراق جګړه به ژر خاموشه شي، مګر ۲۰۰۵ کال عراق د بهرنیو ځواکونو لپاره مرګونی کال و.

۲۰۰۶-۲۰۰۹ م کال کې د بريتانوي ځواکونو مشر جنرال لارډ ډينيټ وايي، چې دوی فکر کاو، چې ۲۰۰۶م کال کې به عراق کې د دوی د عسکرو شمېر ۱۰۰۰ يا پنځلس سوو ته راټيټ شي، مګر د عراق نظامي حالات دومره ترينګلي وو، چې دوی مجبور شول، چې خپل زرګونه عسکر عراق کې د جګړې لپاره پاتې کړي.

«د افغانستان او عراق جګړې زموږ لپاره د ستر توپان په څېر ثابت شوې؛ ځکه چې موږ پر يو مهال دوه ځايه سترې جګړې پيل کړې او موږ ايله د يوې جګړې زور درلود.»

«موږ بايد د افغانستان په اړه پر خپلو پرېکړو له سره نظر کړی وای او هغه څه چې د افغانستان سويل کې موږ ته راسپارل شوي وو، موږ ترسره نه کړل»

لارډ ډينيټ وايي، چې افغانستان کې د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره د ناټو او ايساف زرګونو عسکر له ۳۷ هېوادونو راغلي، مګر ډيری عسکرو زړه نه ښه کاو، چې د جګړې ډګر ته ولاړ شي او په ټوليزه توګه د ايساف عسکر پر يو ډول ذهني ويرې اخته وو.

لارډ زياتوي «په نظامي چارو کې يوه اصطلاح لرو، چې هيلې ښې لره او پلان د بدو لپاره، مګر موږ هېلې هم د ښو لرو اوپلان هم د ښو لپاره زما مطلب دا دی، چې موږ د جګړې لپاره هغه وسايل او روحيه نه درلوده، چې موږ يې اړتيا درلوده»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د جنرال پیتر وال څخه به د هغو ی د نورو تلوالی پرتله مننه وکړم چه تریوی کچی یی له حقایقو پرده پورته کړی ، که څه هم د هغه مطلب د یو انسان د انسانیت ښودلو سره سمون نه لری انسانیت یعنی مینه ، عاطفه او محبت ، د هغه له خبرو حقایق دا وو چه د دوی قوه د عراق او افغانستان د مظلوم ولی غیرتی ، د ټینګ ایمان او اوچت مورال لرونکو خلکو د پاره کم وو یعنی دوی د مجاهدینو د توانایی په مقابل کی متناسبه وسلی او دوژلو وسیلی نه وی راوړی یعنی دوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x