نړۍ

مسلمانه ښځه د مېړه پر دوهم واده نيوکه نه شي کولای

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱، ۱۳۹۳ل): د پاکستان اسلامي نظرياتي شورا ويلي، چې مسلمانه ښځه پر خپل مېړه نيوکه نه شي کولای، چې له دې پرته نور ودونه وکړي.

وړمه ورځ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د علماوو شورا پرېکړه وکړه، چې که يو سړی دوهم، درېيم يا څلورم واده کوي، نو لومړۍ ښځه يې پرې نيوکه نه شي کولای او هغه له دې امله حق نه لري، چې له خپل خاوند څخه طلاق وغواړي.

داسلامي نظرياتي شورا مشر مولانا محمد خان شيراني اسلام اباد کې رسنيو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې که مېړه خپلې ښځې سره عدل نه کوي او د بلې ښځې په مقابل کې ورسره ظلم او تېری کيږيي، نو دا ښځه کولای شي، چې محکمې ته عريضه وکړي او له خپل مېړه د جلا کېده غوښتنه وکړي.

مولانا شيراني د نابالغه اولادونو د ودونو باره کې وويل، چې هغه مهال روا دي، چې مور و پلار يې د ښه نيت له امله وکړي، مګر له اتلس کلنۍ مخکې دا ناروا دي، چې يو څوک دې خپله لور د مېړه کور ته رخصت کړي.

د يادونې وړ ده، چې يو شمېر خلک وايي، چې دوهم واده له اولې ښځې سره ظلم دی، مګر د اسلامي شريعت له نظره که څوک د ښځو تر منځ عدل کولای شي، نو هغه ته اجازه ده، چې له يو څخه زيات ودونه وکړي او که څوک د ښځو تر منځ عدل نه شي کولای نو سړی اجازه نه لري، چې له يو څخه زيات ودونه وکړي.

د اسلامي شريعت علماوو په دې اړه علمي او منظقي بحثونه کړي او پلټونکي کولای شي، چې په دې اړه د علماوو ويناوې په کتابونو او انټرنيټي پاڼو کې وګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x