
د سترې محکمې سرپرست رییس عبدالسلام عظیمي استعفا ورکړه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱، ۱۳۹۳ل): د سترې محکمې سرپرست رییس قاضي القضات عبدالسلام عظیمي د خپلې دندې څخه استعفا ورکړه.
د ارګ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اشرف غني احمدزي د نوموړي استعفا منلې او د نوموړي د دندې پر مهال کارونه يط ستایلي.
احمدزي همدا راز پوهاند عبدالسلام عظیمي ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې اجراییه رییس، لومړی مرستیال او دوهم مرستیال په ګډون لسګونه کسانو په کې شرکت درلود، د غازي امان الله خان دولتي مډال ورکړ.
اشرف غني احمدزي تر مډال ورکولو وروسته وویل چې پوهاند عظیمي د قانون په حاکمیت او د عدالت په تامین کې خدمتونه کړي او دی ویاړي چې د نوموړي د خدمتونو ستاینه کوي.
خبرپاڼه کاږي چې پوهاند عبدالسلام عظیمي خپل استعفا څو ورځې وړاندې اشرف غني ته وړاندې کړې وه چې د ګډ حکومت ولسمشر ومنله.
تر دې مهاله د پوهاند عظیمي د استعفا لامل نه دی څرګند شوی.
عبدالسلام عظیمي د ۲۰۰۶ ز کال د اګست میاشت راهیسې قاضي القضات و.